ډېره اسمعیل خان (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د کلاچي سیمې پر لوني امنیتي پوستې د کواډ کاپټر ډرون له لارې د برید هڅه شوې، خو پولیس وایي، په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د پولیسو په وینا، نامعلومو وسلهوالو د ډرون له لارې پر لوني پوستې یو چاودېدونکی توکی غورځولی، خو هغه له پوستې څخه په واټن کې لوېدلی دی.
پولیس وایي، د پېښې پر مهال په پوسته کې امنیتي سرتېري موجود وو، خو د چاودېدونکي توکي د لرې لوېدو له امله نه کوم سرتېری ټپي شوی او نه هم امنیتي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، پر لوني پوسته د پاکستان پوځ د ۲۷م سند رجمنټ سرتېري هم ځای پر ځای دي.
دوی زیاتوي، چې له پېښې وروسته د پوستې شاوخوا سیمو کې د امنیتي څارنې او پلټنو بهیر پیل شوی، څو د برید په هڅه کې د ښکېلو کسانو څرک ولګول شي. تر اوسه د برید د هڅې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د بریدګرو د هویت او د پېښې د انګېزې په اړه نور معلومات خپاره شوي دي.


شال نیوز