لکي مروت (شال نیوز) : د جنوبي پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پېښو له امله یو ځوان او یوه ښځه وژل شوي، د دوو کم‌عمره ماشومانو مړي موندل شوي او په پولیسو سره د نښتې پر مهال یو مطلوب تورن هم وژل شوی دی.

 

د راپورونو له مخې، د کرک ولسوالۍ د تخت نصرتي تحصیل په زرکي نصرتي سیمه کې ناپېژاندو کسانو پر یوه ځوان ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. د وژل شوي ځوان نوم محمد سهیل ښودل شوی دی. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې وېره او غوسه خپره شوې ده.

 

په شیراني کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

 

بلخوا، د شیراني ولسوالۍ د مانې خوا حسوبند په سیمه کې د دوو کم‌عمره ماشومانو مړي په یوه ځنګل کې موندل شوي دي. ویل کېږي، ماشومان د پسونو او وزو څرولو لپاره ځنګل ته تللي وو، چې مړي یې د سهار شاوخوا اووه بجې وموندل شول.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ماشومانو د بدن ځینې غړي نه وو، خو د هغوی د مړینې اصلي لامل لا هم نه دی معلوم شوی. دې پېښې په سیمه کې اندېښنې راپورته کړې دي او د پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه شوې ده.

 

پولیسو سره نښته کې مطلوب تورن وژل شوی

 

په یوه بله پېښه کې د کرک ولسوالۍ د زیبي بند ترڅنګ د پولیسو او یوه وسله‌وال کس ترمنځ د ډزو تبادله شوې، چې په ترڅ کې یې د ګڼو قضیو مطلوب تورن سمیر احمد وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، وژل شوی کس د شیرین زوی او د صابر اباد اوسېدونکی و، چې د وژنې او د وژنې د هڅې په ګډون په ګڼو قضیو کې پولیسو ته مطلوب و.

 

د ترافیکي پېښې له امله ښځه وژل شوې

 

بلخوا، د بندې داود شاه په سیمه کې د ټېري بای پاس سړک پر غاړه د عابد څاه ترڅنګ یوه ښځه د سړک د اوښتو پر مهال د یوه تېز رفتار موټر تر ټکر لاندې راغله او په پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

 

د راپورونو له مخې، د ښځې مړی او په پېښه کې ښکېل موټر روغتون ته لېږدول شوي، خو د موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د یادو پېښو په اړه د اړوندو ادارو له لوري د نورو پلټنو غوښتنه شوې ده.