بنو (شال نیوز) : د بنو په ډومېل سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه پولیس سرتېري ډزې کړې، چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، کانسټېبل زاهد وزیر دندې ته پر لاره و، چې د بنو ،کوهاټ پر لویه لاره د ډومېل تحصیل اړوند د مهاجر کمپ ته نږدې پرې ناپېژاندو وسله‌والو ډزې وکړې.

 

په پېښه کې نوموړی سخت ټپي شو او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. د وژل شوي پولیس سرتېري مړی د قانوني او طبي معایناتو لپاره د ډومېل سیمه‌ییز روغتیايي مرکز ته ولېږدول شو.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د بنو د پولیسو مشر شفیع الله خان ګنډاپور د پولیسو له یوې ډلې سره د پېښې ځای ته ورسېد او د پېښې ارزونه یې وکړه. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن یو: د بنو د پولیسو مشر

 

د بنو د پولیسو مشر شفیع الله خان ګنډاپور وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پولیسو هوډ پخوا هم پیاوړی و او په راتلونکي کې به هم همداسې پاتې وي. نوموړي زیاته کړه، پولیس به دا مبارزه تر بریا پورې روانه ساتي، څو ولس ته سوله او سوکالي ډالۍ کړي.