کابل (شال نیوز) : د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کابل پوهنتون کې یوې علمي او څېړنیزې غونډې ته ویلي چې د خپل واک د ساتلو لپاره به افغانان په خپلو کې سره ونه جنګوي او د ده په وینا، د مسلمانانو یووالی د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره ضروري دی.

 

دغه غونډه د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو د څېړلو لپاره جوړه شوې ده. د خپرو شوو څرګندونو له مخې، اخندزاده ویلي: «وعده درسره کوم چې د خپل واک ساتلو لپاره مسلمانان په خپلو کې نه سره جنګوم. مومنان باید د یوه وجود په څېر شي او د یوه او بل ملاتړ وکړي.»

 

نوموړي ویلي چې د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو او فتنې د مخنیوي لپاره یې د طالبانو د حکومت مشري منلې ده. هغه زیاته کړې: «زما بدن دې وسوځول شي، خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي.»

 

د طالبانو مشر د شرعي سزاګانو د عملي کولو په اړه ویلي چې د ده له حکم پرته قصاص او حدود نه شي عملي کېدای. اخندزاده ادعا کړې چې د اسلامي امارت له موجودیت پرته د شریعت پلي کول ممکن نه دي او د ده په وینا، د مسلمانانو یووالی د امیر په ملاتړ رامنځته کېدای شي.

 

نوموړي دیني عالمانو ته په خطاب کې ویلي چې که عالمان په خپلو کې سره یو موټی شي، هېڅوک یې مقابله نه شي کولی. هغه له دیني عالمانو غوښتي چې خلکو ته دین ورسوي، د هغوی فکرونه وروزي او د اسلامي امارت په اړه یې پوه کړي.

 

اخندزاده دغه راز ویلي چې که څوک د منکر د مخنیوي پر مهال ووژل شي، د ده په وینا، غوره شهید دی. د طالبانو مشر له هېواده بهر مېشتو افغانانو هم غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي او هلته ژوند وکړي.

نوموړي ادعا کړې چې ټول افغانان له توپیر پرته په افغانستان کې په امن ژوند کولی شي.

 

دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې د طالبانو حکومت د ښځو پر تعلیم، کار او ټولنیز ژوند د لګول شوو بندیزونو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ دی.