منامه (شال نیوز) : د بحرین چارواکي وايي، د ایران هوايي بریدونه یې شنډ کړي دي، خو د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کوي چې د بحرین په شیخ عیسی پوځي اډه کې یې د امریکايي ځواکونو یو راداري نظام په نښه کړی دی.

 

د نومبر په ۱۷مه رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د بحرین چارواکو د ایراني هوايي بریدونو د شنډولو خبر ورکړی دی. د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سه شنبې په سهار یې د جنګي بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د بحرین په شیخ عیسی پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو پر راداري نظام برید کړی دی.

 

سپاه پاسداران ویلي چې دغه اقدام یې د ایران هوايي حریم ته د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د ننوتلو په غبرګون کې کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د بحرین د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د احتمالي امنیتي خطر خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

 

د فرانس پرېس خبري اژانس یوه خبریال هم په بحرین کې د چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړی دی. د بحرین دولتي ټلویزیون ویلي چې د بې‌پیلوټه الوتکو برید شنډ شوی دی. تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د شیخ عیسی په پوځي اډه کې امریکايي رادار ویجاړ شوی یا زیانمن شوی دی.

 

دا په وروستیو څو ورځو کې په بحرین کې د امریکايي پوځي تاسیساتو پر ضد د ایران د بریدونو لومړۍ ادعا نه ده. د نومبر په ۱۳مه هم سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا یو رادار ویجاړ کړی دی، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام، دغه ادعا رد کړې وه.

 

سېنټکام هغه مهال ویلي وو چې امریکايي ځواکونو د ایران دوه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلې او په پېښه کې نه چا ته مرګ ژوبله اوښتې او نه کوم پوځي تاسیسات زیانمن شوي دي.

 

د نومبر په ۱۵مه ایران یو ځل بیا ادعا کړې وه چې د بحرین په الرفاع پوځي اډه کې یې د امریکا پر راداري نظام شپږ بې‌پیلوټه الوتکې ورلېږلې دي. د بحرین پوځ ویلي وو چې د ایران څو هوايي بریدونه یې هدفونو ته له رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.

 

بحرین د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د قوماندانۍ کوربه هېواد دی او په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. د نومبر د ۱۷مې د برید د احتمالي زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.