د خېبر ضلعې د باړې تحصیل په ناله ملک دین خېل سیمه کې د سړک پر غاړه په ولاړ موټرسایکل کې چاودنه شوې چې له امله یې د یوې ۱۶ کلنې جینۍ په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه د دولت خېل جومات ته نږدې پر عمومي سړک شوې ده. د پېښې پر مهال د امنیتي ځواکونو یوه ډله په سیمه کې په تالاشۍ بوخته وه، خو د دغې ډلې کوم سرتېري ته زیان نه دی رسېدلی.

 

دواړه ژوبل کسان د علاج لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې چاودېدونکي مواد په موټرسایکل کې چا ځای پر ځای کړي وو او هدف یې څوک و.

 

د پېښې په اړه د پولیسو او امنیتي چارواکو رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.