د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له همدې امله یې په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړې.
اسحاق ډار د نومبر په ۱۶مه د ایکو غونډې په څنډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي منل شوي.
هغه وویل چې طالبان که څه هم د خپل نوم او بیرغ په کارولو سره د ایکو په ځینو غونډو کې ګډون کوي، خو پاکستان د دوی حکومت په رسمیت نه پېژني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اسلاماباد په غونډه کې د افغانستان هغه درې رنګه بیرغ لګول شوی و چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال کارېده.
ډار د افغانستان پخوانی حکومت ډیموکراتیک وباله او ویې ویل چې پاکستان د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.
له طالبانو سره د اړیکو خرابېدل
اسحاق ډار وویل چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړې دي، خو د اسلاماباد په وینا، د امنیت په برخه کې یې اساسي غوښتنه نه ده منل شوې.
هغه وویل چې کابل ته یې د خپل سفر پر مهال د سوداګرۍ، اقتصاد، سیاست، کډوالو او امنیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې وې.
د ډار په وینا، پاکستان له طالبانو یوازې دا غوښتنه لرله چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان یا بل هېواد پر ضد د وسلهوالو بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
نوموړي وویل چې له لومړني سفر وروسته دوه ځله نور هم کابل ته تللی و. یو ځل یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره او بل ځل یې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبرې کړې وې.
ډار ادعا وکړه چې پاکستان خپلو ژمنو ته پابند پاتې شوی، خو طالبانو د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان، یا ټي ټي پي، د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
د پولې تړل کېدل او بشري مرستې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو ته په اشاره وویل چې د تېر اکتوبر پېښې د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وې.
هغه وویل چې له دغو پېښو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې او طالبانو هم ورته ګام پورته کړ.
ډار زیاته کړه چې د سرحدي لارو له تړل کېدو سره سره پاکستان افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړه. د هغه په وینا، په شاوخوا یوه میاشت کې د ملګرو ملتونو د مرستو نږدې زر کانټینرونه د پاکستان له لارې افغانستان ته واوښتل.
د وسلهوالو ډلو په اړه د پاکستان اندېښنې
اسحاق ډار وویل چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان لبریشن ارمي په ګډون د هغو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لري چې د اسلاماباد په وینا، د افغانستان خاوره کاروي. نوموړي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدل د دغو امنیتي اندېښنو له لرې کېدو سره تړلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي چې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري او په سیمهییزه سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو کې برخه واخلي.
طالبانو د افغانستان پر نه ګډون نیوکه کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ذاکر جلالي د ایکو په غونډه کې د افغانستان پر نه ګډون نیوکه کړې ده. هغه ویلي چې د افغانستان له ګډون پرته سیمهییزې اقتصادي همکارۍ بشپړېدای نه شي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري هم ویلي چې سیاسي اختلافونه باید په اقتصادي غونډو کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.
ایکو لس غړي هېوادونه لري چې افغانستان هم پکې شامل دی.
که څه هم پاکستان د دغه سازمان په اړونده شورا کې د افغانستان غړیتوب ځنډېدلی بولي، خو د افغانستان د غړیتوب د بشپړ ختمېدو خبره نه ده شوې.
په اسلاماباد کې د نومبر د ۱۶مې غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته وشوه.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، د وسلهوالو د فعالیتونو او د دواړو لورو د تورونو له امله نورې هم خرابې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونې ښيي چې اسلاماباد له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدل د امنیتي غوښتنو له پوره کېدو سره تړي، خو د طالبانو حکومت بیا د پاکستان تورونه ردوي او د خبرو له لارې د اختلافونو د هواري غوښتنه کوي.


شال نیوز