د کوز سویلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د بندېدو او تجارتي فعالیتونو د کمېدو له امله په سیمه کې بې روزګاري او غربت زیات شوی او ګڼې کورنۍ د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

ځايي خلکو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتنه کړې چې د انګور اډې پر پوله قانوني تجارت ته اسانتیاوې برابرې کړي او په سیمه کې د تعلیم، صحت، روزګار او نورو بنیادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

د سیمې اوسېدونکو په یوه خپره کړې غوښتنه کې ویلي چې انګور اډه پخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت یو مهم مرکز و. د دوی په وینا، د پولې دواړو غاړو ته د مالونو په وړلو راوړلو، دوکاندارۍ، ټرانسپورټ او نورو کاروبارونو کې زرګونو خلکو ته د روزګار موقعې برابرې وې، خو د پولې د بندېدو او تجارتي بندیزونو له امله اوس ګڼ خلک بې روزګاره شوي دي.

 

دوی وايي، پر پوله وخت په وخت ډزې او امنیتي تاوتریخوالی هم د خلکو ژوند اغېزمن کړی او ځايي اوسېدونکي له وېرې او ناڅرګند حالت سره مخ دي.

 

د انګور اډې خلکو ویلي چې په سیمه کې د روزګار د نورو لارو د نشتوالي له امله د کورنیو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. د دوی په وینا، ځینې خلک د خپلو ماشومانو د خوراک او د کور د خرڅ پوره کولو لپاره د چلغوزو د قیمتي ونو پرې کولو ته اړ شوي دي.

 

ځايي خلک وايي، د چلغوزو ځنګلونه د سیمې یوه مهمه طبیعي او اقتصادي شتمني ده. د دغو ونو پرې کېدل نه یوازې اوسني چاپېریال ته زیان رسوي، بلکې راتلونکې نسلونه به هم د عاید له یوې مهمې سرچینې بې برخې کړي.

 

دوی له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ دې د خلکو لپاره د روزګار نورې لارې پیدا کړي، څو څوک د مجبورۍ له امله د چلغوزو ونې پرې نه کړي.

 

د سیمې اوسېدونکي د ټرانسپورټ له لوړو کرایو هم شکایت کوي. د دوی په وینا، له انګور اډې څخه نورو سیمو ته د تګ راتګ کرایه په ځینو حالاتو کې تر دوو زرو روپیو رسېږي، چې د بې روزګاره او غریبو کورنیو لپاره یې ورکول ګران دي.

 

ځايي خلکو په سیمه کې د تعلیمي ادارو له کمي هم شکایت کړی دی. دوی وايي، د هلکانو او نجونو لپاره د ښو ښوونځیو او کالجونو اړتیا ده، څو ماشومان او ځوانان له تعلیم څخه بې برخې پاتې نه شي.

 

دوی غوښتنه کړې چې په انګور اډه او شاوخوا سیمو کې دې بنیادي صحت مرکزونه، د علاج اسانتیاوې او د ځوانانو لپاره د فوټبال او نورو لوبو میدانونه هم جوړ شي.

 

د انګور اډې اوسېدونکو د اېف سي ساؤت له مشر، د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر، د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومت او وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سیمې اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته جدي پام وکړي.

 

دوی وايي، حکومت باید د انګور اډې لپاره ځانګړی پرمختیايي او اقتصادي پیکج اعلان کړي، د ځوانانو لپاره د کار موقعې پیدا کړي او د امنیتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره پر پوله قانوني تجارت او کاروباري فعالیتونو ته لاره هواره کړي.

 

ځايي خلکو له خیریه ادارو، شتمنو کسانو او له هېواده بهر مېشتو پاکستانیانو هم غوښتي چې د سیمې د تعلیم، صحت او نورو بنیادي اړتیاوو په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

 

د انګور اډې اوسېدونکي وايي، دوی د هېواد د نورو وګړو په څېر د امن، تعلیم، صحت او باعزته روزګار حق لري او حکومت باید د دوی ستونزې یوازې په ژمنو نه، بلکې په عملي اقداماتو حل کړي.

 

د سیمې د خلکو په خبره، د پولې امنیت مهم دی، خو د پولې ترڅنګ د مېشتو خلکو ژوند، روزګار او اقتصادي راتلونکی هم باید له پامه ونه غورځول شي.

د انګور اډې د اوسېدونکو د دغو شکایتونو او غوښتنو په اړه د ضلعي انتظامیې، صوبايي حکومت او اړوندو امنیتي ادارو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.