د کوز سویلي وزیرستان په ضلعه کې د نجونو له ۹۶ سرکاري سکولونو څخه ۷۰ بند دي او یوازې ۲۶ فعال دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په ضلعه کې د نجونو نږدې ۷۳ سلنه سرکاري سکولونه غیر فعال دي او له ۲۰ زرو زیاتې نجونې له تعلیم څخه محرومې دي.

 

د تعلیم په اړه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې په کوز سویلي وزیرستان کې د پنځو نه تر شپاړسو کلونو پورې ۳۸ زره ۸۲۱ نجونې دي، چې له دې ډلې ۲۰ زره ۸۸۱ سکولونو ته نه ځي. دا د دې عمر د ټولو نجونو نږدې ۵۴ سلنه جوړوي.

 

د معلوماتو له مخې، په ټوله ضلعه کې د پنځو نه تر شپاړسو کلونو پورې د هلکانو او نجونو شمېر ۸۷ زره ۶۲۳ دی، چې له دې ډلې ۴۰ زره ۱۹۸ ماشومان له تعلیم څخه محروم دي. په دې حساب د ضلعې نږدې ۴۶ سلنه ماشومان سکولونو ته نه ځي.

 

سرچینې وايي چې د برمل او تويي خولې په تحصیلونو کې د نجونو زیاتره سرکاري سکولونه بند دي، خو په شکۍ او وانا تحصیلونو کې هم یو شمېر سکولونه غیر فعال دي.

د سرچینو په وینا، د نجونو د سکولونو د بندېدو یو لوی علت د ښځینه استاذانو غیر حاضري ده. دوی وايي چې په ضلعه کې له ۱۶۰ څخه زیاتې ښځینه استاذانې مقررې دي، چې زیاتره یې د نورو ضلعو اوسېدونکې دي.

 

سرچینې ادعا کوي چې یو شمېر استاذانې په مسلسل ډول خپلو سکولونو ته نه ورځي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د سکولونو ودانۍ بندې پرتې دي او نجونې له درسونو محرومې دي.

 

دوی وايي چې خراب امنیتي حالات، د تګ راتګ ستونزې او د استاذانو لپاره د مناسبې استوګنې نشتوالی هم د نجونو پر تعلیم اغېز کړی دی.

 

د معلوماتو له مخې، په یو شمېر سرکاري سکولونو کې د څښلو پاکې اوبه، فرنیچر او درسي کتابونه نشته. ځینې سکولونه بیا له کلیو لرې جوړ شوي دي، چې له امله یې د غریبو کورنیو ماشومان په اسانۍ سکولونو ته نه شي تللی.

 

د کوز سویلي وزیرستان د تعلیم محکمې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ۵۱ استاذانو د غیر حاضرۍ د پلټنو لپاره درې کمېټۍ جوړې کړې وې.

د هغه وخت ډپټي کمشنر مسرت زمان ویلي وو چې کمېټیو ته د استاذانو د حاضرۍ د ریکارډ، د غیر حاضرۍ د مودې او د څارنې د راپورونو د کتلو دنده سپارل شوې وه.

 

د ضلعې د تعلیم افسر ملک خان هغه مهال ویلي وو چې د یوه کال پر مهال له غیر حاضرو استاذانو څخه ۷۲ لکه روپۍ بېرته اخیستل شوې وې او د ځینو نورو استاذانو کلنۍ تنخوايي اضافې بندې شوې وې.

 

نوموړي ویلي وو چې د ټولو غیر فعالو سکولونو بېرته پرانیستل د تعلیم محکمې له لومړیتوبونو څخه دي. خو د دغو کمېټیو د وروستیو نتیجو او د بېرته فعالو شوو سکولونو په اړه تازه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د خېبر پښتونخوا د تعلیم په اړه د ۲۰۲۶ کال په اګست کې خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي وو چې په صوبه کې ۶۲۷ سرکاري سکولونه غیر فعال دي. په دغو کې ۴۱۱ سکولونه په ضم شوو ضلعو او ۲۱۶ په نورو ضلعو کې وو.

 

د معلوماتو له مخې، د ۲۲۶ سکولونو د بندېدو علت د استاذانو کموالی و، ۶۶ سکولونو زده کوونکي نه لرل او ۲۸ نور د مقامي شخړو له امله بند وو.

په شمالي وزیرستان کې ۱۱۱ او په بر سویلي وزیرستان کې ۹۹ غیر فعال سکولونه ښودل شوي وو.

 

په کوز سویلي وزیرستان کې د نجونو د تعلیم ستونزې یوازې تر سکولونو محدودې نه دي. په ضلعه کې د لوړو زده کړو لپاره د مناسبو تعلیمي ادارو کموالی هم یوه لویه ستونزه بلل کېږي.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، له مېټرک څخه فارغېدونکو زده کوونکو څخه یوازې ۱۴ اعشاریه ۸۸ سلنه پوهنتون ته رسېږي. خو په دغو معلوماتو کې دا نه ده روښانه شوې چې دغه شمېره د کوم کال ده او یوازې د نجونو ده او که د هلکانو او نجونو دواړو.

 

سرچینې وايي چې په سیمه کې ډېرې نجونې غواړي تعلیم وکړي، خو د سکولونو بندې دروازې، د ښځینه استاذانو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او له مېټرک وروسته د زده کړو د موقعو کموالی یې د تعلیم پر وړاندې لوی خنډونه دي.

 

د خېبر پښتونخوا د تعلیم په اړه په ۲۰۲۵ کال کې خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي وو چې په ټوله صوبه کې نږدې ۴۹ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي، چې له ۲۹ لکو زیاتې یې نجونې دي.

 

په دغو معلوماتو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ او مومندو په ګډون په ځینو ضلعو کې له تعلیم څخه د محرومو ماشومانو کچه د ۶۲ او ۶۶ سلنې ترمنځ ښودل شوې وه.

 

د کوز سویلي وزیرستان د تعلیم په اړه تازه ترلاسه شوو شمېرو یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې دي چې د ۷۰ بندو سرکاري سکولونو د بېرته فعالولو لپاره څه اقدامات شوي، د مقرر شوو استاذانو د حاضرۍ څارنه څنګه کېږي او د هغو زرګونو نجونو د تعلیم لپاره څه انتظامات شته چې دا مهال سکولونو ته نه ځي؟

 

دا هم نه ده روښانه چې د دغو بندو سکولونو لپاره څومره استاذانې مقررې دي، څومره تنخواګانې ورکول کېږي او د سکولونو د فعالیت لپاره څومره بودیجه ځانګړې شوې ده.

 

د سکولونو د بندېدو، د استاذانو د غیر حاضرۍ او د تازه شمېرو په اړه د ضلعې د تعلیم محکمې رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.

 

په کوز سویلي وزیرستان کې د نجونو د تعلیم دا ستونزې په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، په ضلعه کې له ۲۰ زرو زیاتې نجونې او په مجموعي ډول له ۴۰ زرو زیات هلکان او نجونې له زده کړو محروم دي.