د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د کمیونیکېشن اینډ ورکس (سي اینډ ډبلیو) محکمې د ۳۰ سرکاري پرائمري او هائي سکولونو ودانۍ خطرناکې او د استعمال وړ نه دي ګرځولې. محکمې د دغو سکولونو د بیا جوړولو لپاره له حکومته یو ارب او پنځه کروړه روپۍ غوښتې دي.

 

د محکمې چارواکي وايي، په بنو کې د ۳۰۰ نه د زیاتو سرکاري سکولونو ودانۍ په بشپړ یا جزوي توګه خرابې شوې دي، چې پکې د ۳۰ سکولونو ودانۍ دومره خطرناکې دي چې د زده کوونکو او استادانو ژوند ته ترې خطر پېښېدای شي.

 

دا معلومات د وزیراعظم د مشاورتي علاقايي پرمختیايي کونسل غړي فرمان الله میراخېل ته د سي اینډ ډبلیو محکمې د بنو دفتر د دورې پر مهال ورکړل شوي دي.

 

د محکمې اېس ډي او پیر شاهد او توصیف ویلي چې د هر خطرناک سکول د بیا جوړولو لپاره درې کروړه او پنځوس لکه روپۍ پکار دي. د دوی په وینا، د ۳۰ سکولونو لپاره د مجموعي یو ارب او پنځه کروړه روپیو د منظورۍ په غرض اړوندو چارواکو ته رسمي خط استول شوی دی.

 

فرمان الله میراخېل له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د سکولونو د ماشومانو او استادانو حفاظت د حکومت بنیادي ذمه واري ده او په داسې ودانیو کې د درسونو جاري ساتل، چې هر وخت د راپرېوتو خطر لري، د منلو وړ نه دي.

نوموړي له صوبايي او وفاقي حکومتونو غوښتنه کړې چې د دغو سکولونو د بیا جوړولو لپاره دې فنډونه بې له ځنډه جاري کړي.

 

هغه ویلي چې د کومې بدې پېښې تر رامنځته کېدو وړاندې باید خطرناکې ودانۍ خالي کړل شي او ماشومانو ته د زده کړو لپاره په محفوظو ځایونو کې متبادل انتظام وشي.

 

فرمان الله میراخېل زیاته کړې چې حکومت دې یوازې د دغو ۳۰ سکولونو تر بیا جوړولو ځان محدود نه ساتي، بلکې د بنو د نورو خرابو سکولونو ودانۍ دې هم په تخنیکي توګه وکتل شي او د مرمت او بیا جوړولو لپاره دې یې مرحله وار پلان تیار کړل شي.

 

د نوموړي په وینا، که حکومت پر وخت ګامونه پورته نه کړي، نو د سکولونو خرابې ودانۍ د یوې لویې حادثې سبب جوړېدای شي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې حکومت به غوښتل شوي فنډونه کله منظور کړي او د خطرناکو سکولونو د بیا جوړولو کار به څه وخت شروع شي. دا هم نه ده معلومه چې په دغو ۳۰ سکولونو کې دا مهال څومره ماشومان زده کړې کوي او د هغوی د محفوظ انتقال لپاره کوم انتظام شوی دی.