ملاکنډ (شال نیوز) : د بټخېلې په خار کرکنړئ سیمه کې د ډزو په پېښه کې شاوخوا ۱۸ کلنه یوه ناپېژندل شوې نجلۍ وژل شوې ده.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ ویاند سادق شاہ په وینا، د پېښې د اطلاع ترلاسه کولو سره سم د ریسکیو میډیکل ټیم له امبولانس سره د پېښې ځای ته ورسېد.

 

د ریسکیو اهلکارو د وژل شوې نجلۍ مړی د بټخېلې ډي اېچ کیو روغتون ته ولېږداوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د نجلۍ پېژندګلوي تر اوسه نه ده شوې.