کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د کرنیزو کاروبارونو د پراختیا او د ښځو په مشرۍ د تولیدي ډلو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

 

دغه سازمان د نومبر په ۱۶مه ویلي چې دا پیسې به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د بلاعوضه مرستو له لارې ووېشل شي. د سازمان د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام د خوړو خوندیتوب او روغتیايي اساسي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د ښه کولو د یوې لویې پروژې برخه ده.

 

په دې پروګرام کې به هغو تولیدي ډلو او شرکتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې مشري یې ښځې کوي. موخه یې دا ده چې ښځې وکولای شي خپل کاروبارونه پراخ کړي، تولید زیات کړي او د عاید ترلاسه کولو لپاره نور فرصتونه ومومي.

 

د پروګرام په دویمه برخه کې به د کرنې په برخه کې له کوچنیو او منځنیو کاروبارونو سره مالي مرسته کېږي، څو خپل فعالیتونه پراخ او کورنیو بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو او خدمتونو وړاندې کول زیات کړي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د مرستو غوښتونکي شرکتونه او تولیدي ډلې کولای شي له پنځو زرو څخه تر ۳۰ زرو امریکايي ډالرو پورې د مالي مرستې غوښتنه وکړي. د اعلان له مخې، د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه د روان کال د نومبر ۳۰مه ټاکل شوې ده.

 

دغه سازمان وايي، د دې پروګرام موخه د کرنیزو کاروبارونو پیاوړي کول، د خلکو لپاره د کار او عاید فرصتونه زیاتول او په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب ښه کول دي.

 

دا مالي مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه لا هم پر ځای دي او ګڼې ښځې د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کوچنیو کاروبارونو بوختې دي.

 

تر اوسه نه دي روښانه شوي چې د دې پروګرام له لارې به په ټول افغانستان کې څومره شرکتونه او تولیدي ډلې مالي مرسته ترلاسه کړي.