کوټه (شال نیوز) : نېشنل پارټۍ اعلان کړی چې د نومبر په ۱۹مه به په بلوچستان کې د مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا په اعلان شوي کاربندیز او احتجاجي مظاهرو کې برخه اخلي.

 

د نېشنل پارټۍ جنرل سېکرټري میر کبیر احمد محمدشاهي د ګوند ضلعي مشرانو ته لارښوونه کړې چې له نورو مخالفو سیاسي ګوندونو سره په ګډه د احتجاج لپاره تیاری ونیسي او د کاربندیز د کامیابولو لپاره انتظامات وکړي.

 

مخالف سیاسي ګوندونه د بلوچستان د حکومت پر تګلارو، د امنیت پر خرابو حالاتو او د خلکو د آئیني او جمهوري حقونو په اړه اعتراضونه لري. د دغو ګوندونو په وینا، په بلوچستان کې سیاسي او ولسي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، خو حکومت یې د هواري لپاره لازم ګامونه نه پورته کوي.

 

نېشنل پارټۍ ویلي چې د خلکو د آئیني حقونو، سیاسي ازادیو او جمهوري غوښتنو ملاتړ کوي او په دې لړ کې به له نورو سیاسي ګوندونو سره ګډ احتجاج وکړي. ټاکل شوې چې د نومبر په ۱۹مه په بلوچستان کې کاربندیز او احتجاجي مظاهرې وشي.

 

تر اوسه د بلوچستان حکومت د نېشنل پارټۍ د دې تازه اعلان په اړه څه نه دي ویلي.