کندهار (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې، رباب فاطمې کندهار ته سفر کړی او هلته یې د میرویس روغتون د فستولا ناروغۍ د درملنې څانګه لیدلې ده.

 

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر ۱۶مه پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، رباب فاطمې د خپل سفر پر مهال د میرویس روغتون له هغې څانګې لیدنه کړې چې د دغه سازمان په ملاتړ د فیستولا ناروغۍ د درملنې په برخه کې فعالیت کوي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د یوناما مشرې د لیدنې پر مهال له یو شمېر هغو ناروغانو سره خبرې کړې چې په دې څانګه کې تر درملنې لاندې دي او همدارنګه یې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره د فستولا ناروغۍ د تخصصي درملنې د خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.

 

رباب فاطمې د دغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو رول د فیستولا پر ناروغۍ د اخته ښځو په رغېدو کې مهم بللی او ویلي یې دي چې هغوی له دغو ښځو سره مرسته کوي، څو بېرته خپل روغتیايي حالت، عزت او پر ځان باور ترلاسه کړي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د فیستولا ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او بیارغونې خدمتونو ته د ښځو پر دوامداره لاسرسي ټینګار کړی دی.

 

فیستولا د زېږون له جدي مرضونو څخه ده چې د مخنیوي او درملنې وړ ده. دغه ناروغي کولای شي په ښځو کې د درد، د ادرار د نه کنټرولېدو او ګڼو نورو جسمي او ټولنیزو ستونزو لامل شي.

 

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې زرګونه ښځې پر دې ناروغۍ اخته دي. ډېری یې د عامه پوهاوي د نشتوالي او تخصصي روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله کلونه کلونه له دې ناروغۍ او د هغې له پایلو سره ژوند کوي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان یوځل بیا ټینګار کړی چې ښځو ته باید د دې ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او بیارغونې اړین خدمتونه برابر شي.