اسلام اباد (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د سېنېټ غړي، اېمل ولي خان، د دغه هېواد د وروسته پاتې سیمو د ستونزو په اړه د سېنېټ د کاري کمېټې په غونډه کې ګډون کړی دی.

 

خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په دې غونډه کې د پاکستان د وروسته پاتې سیمو پر اداري، قانوني، پراختیايي او ولسي ستونزو هر اړخیز بحث شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د پلازمېنې اسلام‌اباد د پراختیا ادارې کې د هغو چارواکو د ګومارنې قانوني وضعیت څېړل شوی چې د انجینرۍ معتبر اسناد او د پاکستان د انجینرۍ شورا ثبت‌نام نه لري.

 

همداراز، د روغتیا په برخه کې د غیرقانوني دایمي ګومارنو، د ماشومانو د واکسین ملي پروګرام او په وروسته پاتې سیمو کې د دانش ښوونځیو د جوړولو موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

 

په دې غونډه کې د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ولسوالۍ د جاذبې قوې پر مټ د اوبو رسولو پروژې د پرمختګ ارزونه هم شوې ده. د یادې پروژې د طرحې تصویب، ساختماني چارو، څارنې، د ځمکو ترلاسه کولو، مالي او عملي پرمختګ او د پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونو خبرې شوې دي.

 

د غونډې ګډونوالو د روغتیا، ښوونې او روزنې، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، په دولتي ادارو کې د وړتیا پر بنسټ د ګومارنو او د قانوني اصولو د پلي کېدو په اړه هم د اړوندو وزارتونو او ادارو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.