واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا پخواني ولسمشر، جو بایډن په خپلو تازه خپرېدونکو خاطراتو کې ویلي، د افغانستان پخوانی جمهوري نظام د هغه د تمې خلاف ډېر ژر سقوط وکړ او کابل د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو سره نږدې د طالبانو لاس ته ولوېد.

 

بایډن په خپل کتاب کې وايي، ده ته ډاډ ورکړل شوی و، د افغانستان جمهوري حکومت د خپلواک مدیریت وړتیا لري او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به لږ تر لږه شپږ میاشتې د کابل د سقوط احتمال نه وي.

 

بایډن وویل: “هغه شپږ میاشتې چې ماته یې ژمنه راکړې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېدې. دې وضعیت د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر ژوره اغېزه وکړه.”

 

د امریکا پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه سمه بولي او که یوځل بیا له ورته وضعیت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.

 

هغه زیاته کړې: “په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه.”

 

د بایډن په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د هغه په حکومت کې هم له مخالفتونو سره مخ وه. د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر، لوېډ آسټین، او د پوځ لوی درستیز، مارک میلي، د دې پرېکړې د احتمالي پایلو په اړه اندېښنې لرلې.

 

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان له برید وروسته د طالبانو لومړنی حکومت نسکور کړ او شاوخوا ۲۰ کاله یې په دغه هېواد کې پوځي حضور درلود؛ خو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه طالبان بېرته کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام د سقوط په پایله کې یې واک ترلاسه کړ.

 

د بایډن د خاطراتو کتاب یوه برخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ته ځانګړې شوې او والسټریټ ژورنال د کتاب ځینې برخې تر رسمي خپرېدو مخکې ترلاسه او خپرې کړې دي.