اسلام اباد (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په اسلاماباد کې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي، محمدرضا بهرامي سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت، سیمهییزو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
محمد صادق د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې له ایراني استازي سره د دواړو لورو د ګډو ګټو وړ موضوعاتو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
هغه ویلي، په لیدنه کې یې د هغو موضوعاتو په اړه د دوامداره تعامل او خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ګډې اندېښنې ورسره تړلې دي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اندېښنو، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي اختلافونو له امله له کړکېچ سره مخ دي.
پاکستان په وار وار له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه همغږي او ګډې هڅې وکړي. تهران هم د افغانستان د وضعیت د حل لپاره د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.


شال نیوز