کابل (شال نیوز) : د کابل پوهنتون ځينو سرچينو ویلي، طالبانو د دغه پوهنتون په نننۍ غونډه کې له ګډونوالو غوښتي، د پوښتنلیکونو په ډکولو سره دې د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده ته د 'شیخالاسلام' لقب ورکولو په اړه خپله رایه ورکړي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د غونډې یو شمېر ګډونوالو ته داسې فورمې وېشلې چې په هغو کې د دغه لقب د ورکړې ځینې شرایط او معیارونه تشریح شوي دي. له استادانو غوښتل شوي چې د طالبانو مشر ته د شیخ الاسلام لقب ورکولو په اړه خپل نوم، دنده او نظر په دغو فورمو کې ثبت کړي.
شیخالاسلام یو دیني لقب دی چې د اسلامي تاریخ په بېلابېلو دورو کې د مخکښو دیني عالمانو، په ځانګړي ډول د فقهې او حدیث د پوهانو لپاره کارول شوی دی. دغه لقب کله ناکله د درناوي او افتخار په توګه ورکول شوی او ځینې وختونه په حکومتي جوړښتونو کې د یوه رسمي او لوړپوړي دیني مقام نوم هم و.
د عثماني واکمنۍ پر مهال شیخالاسلام یو رسمي او لوړپوړی دیني منصب و چې د حکومت په جوړښت کې یې ځانګړی ځای درلود. په دغه غونډه کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو د هبتالله اخندزاده پر ملاتړ او د هغه د فرمانونو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
په میدان وردګو کې د طالبانو والي، خیرالله خیرخواه افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد بللی چې د هغه په وینا، اسلامي نظام په کې حاکم دی.
د طالبانو لوی قاضي عبدالحکیم حقاني هم ویلي چې د هېچا لاسوهنه نه مني او ادعا یې کړې چې د طالبانو د غړو ترمنځ ژبني او مذهبي اختلافونه نشته. د سرچینو په وینا، په دغه کنفرانس کې د طالبانو د مشر په اړه له ۹۰۰ څخه ډېرې مقالې هم لیکل شوې دي.


شال نیوز