کابل (شال نیوز) : د طالبانو د عدلیې وزیر، په کابل پوهنتون کې د هبت الله فرمانونو د اغېزو په اړه علمي-څېړنیز کنفرانس ته ویلي چې د دوی اساسي قانون قرآن کریم دی او د نظام قوانین له اسلامي شریعت څخه اخیستل شوي دي.

 

شیخ عبدالحکیم شرعي وویل: “د اسلامي امارت اساسي قانون قرآن‌کریم دی او قوانین یې له شرعي احکامو څخه سرچینه اخلي، وضعي قوانین د اسلام خلاف او غیرشرعي دي.”

 

هغه ټینګار کړی چې د یوه نظام ثبات او استقامت د قانون په شتون او پلي کېدو پورې تړلی دی، ځکه د نوموړي په وینا، چېرته قانون وي، هلته نظام هم شتون لري او له قانون پرته د نظام بقا ناشونې ده.

 

یاد کنفرانس نن د نومبر ۱۶مه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ د وردګ پوهنتون له لوري جوړ شوی او موخه یې د طالبانو د مشر د صادر شویو فرمانونو څېړل او پر بېلابېلو برخو د هغو د اغېزو ارزونه بلل شوې ده.

 

هبت‌الله اخندزاده چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه لري، په تېرو کلونو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي دي. د دغو فرمانونو له ډلې ځینې یې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز ژوند، رسنیو او د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

 

د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو مخه نیول شوې او ښځې له پوهنتونونو او ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي. دغه محدودیتونه د ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو سازمان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي او د ټولو افغانانو د اساسي حقونو درناوی وکړي.

 

د دې کنفرانس جوړېدل په داسې حال کې دي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کېدو څرنګوالی او پر افغان ټولنه یې اغېزې له پراخو کورنیو او نړیوالو بحثونو سره تړلې موضوع ده.