پېښور (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مشر، ایمل ولي خان په پاکستان کې د نويو صوبو د جوړولو پر طرحو نیوکه کړې او له واکمنو یې پوښتنه کړې چې د اداري واحدونو د زیاتولو تر شا اصلي موخه د خلکو خدمت دی، که د واکمنو سیاسي او مالي ګټې خوندي کول دي؟

 

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، دا پوښتنه باید روښانه شي چې په هېواد کې د ملت د وېشلو غوښتنه د ولس له لوري مطرح کېږي، که د واکمنو له خوا یې د عملي کولو هڅې روانې دي.

 

ایمل ولي خان د نويو صوبو د جوړولو د اړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي: “څوک د ملت وېشلو ته لېوالتیا لري؛ ولس که واکمنان؟ ولې نوې صوبې جوړېږي؟ ایا د دې لپاره چې ولس ته خدمت نه کېږي، که د دفاعي بودیجې د زیاتولو اړتیا ده؟ ایا موخه د ملي مالي کمېسیون ایوارډ دی، که د اساسي قانون اتلسم تعدیل؟”

 

هغه زیاته کړې چې د موضوع د درک لپاره ډېرې ژورې پوهې ته اړتیا نشته او لږ عقل او سیاسي درک کولای شي د دغو هڅو تر شا موخې روښانه کړي.

 

د عوامي نېشنل ګوند مشر خبرداری ورکړی چې که په سیاسي او اداري پرېکړو کې د ولس ګټو ته لومړیتوب ورنه کړل شي، د خلکو غوښتنې به له پامه ونه غورځول شي. د هغه په وینا، که د ولس رایې او واک هم ترې واخیستل شي، په پای کې به سیاسي پرېکړې د خلکو د غوښتنو له مخې کېږي.

 

د پاکستان په سیاسي جوړښت کې د نويو صوبو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د بحث وړ ده. د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځینې سیاسي ګوندونه او ډلې د نويو صوبو د جوړولو غوښتنه کوي او استدلال کوي چې دا کار به د اداري چارو د اسانتیا، د واک د غیرمتمرکز کولو او خلکو ته د دولتي خدمتونو د رسولو په برخه کې مرسته وکړي.

 

خو د دې طرحې مخالفان اندېښنه لري چې د نويو صوبو جوړول ښايي د سیاسي او قومي وېشونو د ژورېدو، د سرچینو پر وېش د اختلافونو او د موجوده اداري او مالي جوړښت د بدلون لامل شي. د دې بحث یوه مهمه برخه د پاکستان د اساسي قانون اتلسم تعدیل او د ملي مالي کمېسیون ایوارډ هم دی. د ۲۰۱۰م کال اتلسم تعدیل صوبو ته پراخ اداري او قانوني واکونه ورکړل او د مرکزي حکومت له ځینو واکونو یې د صوبو پر لور لېږد رامنځته کړ.

 

همدارنګه، د ملي مالي کمېسیون د ایوارډ له لارې د فدرالي حکومت او صوبو ترمنځ د عوایدو د وېش څرنګوالی ټاکل کېږي. له همدې امله د نويو صوبو جوړول یوازې اداري موضوع نه ده، بلکې د مالي سرچینو، سیاسي واک او د اساسي قانون له جوړښت سره هم تړاو لري.

 

د ایمل ولي خان دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې د نويو صوبو د جوړولو، د صوبو د مالي ونډې او د اتلسم تعدیل د احتمالي بدلونونو په اړه سیاسي بحثونه او اختلافونه یوځل بیا تاوده شوي دي.