تهران (شال نیوز) : د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې عمومي مشر، حسین ذوالفقاري ادعا کړې چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت یوځل بیا په چټکۍ زیات شوی او د ملګرو ملتونو وروستی راپور هم دغه موضوع تاییدوي.
ذوالفقاري ویلي، د طالبانو لهخوا د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته، د څو کلونو لپاره په افغانستان کې د دې بوټي د کرکېلې کچه راټیټه شوې وه، خو اوس یوځل بیا د زیاتېدو نښې لیدل کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د عمان له سفیر یعرب بن قحطان البوسعیدي سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې، ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې او نورو ستونزو سربېره، له ۱۵۰ ټنو ډېر نشهيي توکي نیولي دي.
د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر د ایران او عمان ترمنځ د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې پر پراختیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه کولای شي د معلوماتو تبادلې، ګډو ناستو او کاري ډلو د جوړولو له لارې خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.
طالبانو تر اوسه د ذوالفقاري دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او له واقعیتونو لرې یې بللی و.


شال نیوز