اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي، خو طالبان باید د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې لرې کړي، څو په سیمه کې سوداګري او اقتصادي اړیکې پراخې شي.
اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مې غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان غواړي افغانستان یو سولهییز، باثباته او اقتصادي پلوه پرمختللی هېواد وي.
نوموړي وویل، که افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري او په سیمهییزو اقتصادي همکاریو کې بشپړه ونډه واخلي، ګټه به یې نه یوازې افغانانو، بلکې د ټولې سیمې خلکو ته ورسېږي.
خو هغه ټینګار وکړ چې د دې هدف ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې په افغانستان کې واکمن طالبان د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته پام وکړي، په ځانګړي ډول هغو اندېښنو ته چې له ترهګرۍ سره تړاو لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.
د هغه په وینا، د سیمې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې یوازې د سړکونو، رېل پټلیو او تجارتي لارو په جوړولو نه پیاوړې کېږي، بلکې د هېوادونو ترمنځ باور، د نړیوالو قوانینو درناوی او د شویو ژمنو عملي کول هم ضروري دي.
اسحاق ډار وویل، ناحل شوې شخړې او د نړیوالو ژمنو نه عملي کول د هېوادونو ترمنځ باور کمزوری کوي او د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د امنیتي مسایلو او د پاکستاني طالبانو د تحریک، ټي ټي پي، د فعالیتونو پر سر اختلافات دوام لري.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.
د اقتصادي همکاریو سازمان لس غړي لري چې افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیه، اذربایجان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان پکې شامل دي. پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د دغه سازمان مشري پر غاړه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلاماباد په غونډه کې د سیمهییزې سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي همکاریو او د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کېږي.
په دې غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان د ۲۰۳۵ کال پر لیدلوري هم بحث کېږي. د دې پلان موخه په راتلونکو لسو کلونو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول، د اقتصادي اړیکو پراخول او د ګډ پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو برابرول دي.
د ایکو د وزیرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه د نومبر په ۱۵مه په اسلاماباد کې پیل شوې ده. تر اوسه په کابل کې د طالبانو حکومت د اسحاق ډار دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز