کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د مشر د فرمانونو د اغېزو په اړه یو علمي او څېړنیز کنفرانس نن د نومبر په ۱۶مه په کابل پوهنتون کې پیل شو.

 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دې کنفرانس ته څه باندې ۱۸۰۰ علمي مقالې سپارل شوې وې، چې له ارزونې وروسته یې نږدې ۱۰۰۰ مقالې منل شوې دي.

 

د وزارت په وینا، د منل شویو علمي مقالو ټولګه په ۷۵ ټوکونو او د هغو لنډیزونه په شپږو ټوکونو کې چاپ شوي دي. ټاکل شوې چې په دغه کنفرانس کې د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي، دیني عالمان، د پوهنتون استادان او څېړونکي ګډون وکړي.

 

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د طالبانو د حکومت د مشر فرمانونو په بېلابېلو برخو کې د هېواد پر سیاسي، ټولنیز او تعلیمي ژوند اغېزې لرلې دي.