مانیلا (شال نیوز) : د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې، آسیان، سرمشریزه د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې پیل شوې ده. په دې غونډه کې د سیمې مشران د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو، امنیت او د امریکا او چین ترمنځ د زیاتېدونکې سیالۍ په اړه خبرې کوي.
دا غونډه د نومبر په ۱۵مه پیل شوې او ټاکل شوې د نومبر تر ۱۷مې دوام وکړي. د غونډې مشري د فلیپین ولسمشر فرډیننډ مارکوس کوي. د آسیان هېوادونه له چین سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري، خو یو شمېر یې له امریکا سره هم نږدې اقتصادي او دفاعي اړیکې ساتي.
د امریکا او چین ترمنځ سیالۍ دغه هېوادونه له دې پوښتنې سره مخ کړي چې څنګه له دواړو قدرتونو سره خپلې اړیکې وساتي او خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي. د غونډې یوه مهمه موضوع د جنوبي چین سمندرګي پر سر روان اختلافونه دي.
چین د دغه سمندرګي پر پراخو برخو د واکمنۍ ادعا کوي، خو فلیپین، ویتنام، مالیزیا او برونای هم د ځینو سیمو د ملکیت دعوې لري. د فلیپین د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې له چین سره په جنوبي چین سمندرګي کې د چلند د ګډو اصولو په اړه خبرې روانې دي.
د هغې په وینا، د وړاندیز شوې موافقې شاوخوا ۸۰ سلنه متن برابر شوی، خو پر ځینو مهمو مسئلو لا هم اختلافونه شته. په دې سرمشریزه کې د میانمار سیاسي کړکېچ، د انرژۍ ستونزې، نړیوالې سوداګریزې تعرفې او د سیمې اقتصادي راتلونکی هم څېړل کېږي.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مانیلا ته سفر وکړي او د آسیان له مشرانو سره وګوري. د چین صدراعظم لي چیانګ هم په غونډه کې د ګډون لپاره مانیلا ته رسېدلی دی.
سیاسي څارونکي وايي، د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه هڅه کوي چې د امریکا او چین ترمنځ د سیالۍ پر مهال له یوه لوري سره د بشپړ تړاو پر ځای له دواړو سره خپلې اړیکې وساتي. د آسیان مشران تمه لري چې د غونډې په پای کې د سوداګرۍ، سیمهییز امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه خپلې ګډې پرېکړې اعلان کړي.


شال نیوز