خار (شال نیوز) : د باجوړ ضلعي انتظامیې په یوه بله کارروایۍ کې د اتمان خېلو په خوړ سیمه کې د غیرقانوني کان کیندنې او له خوړ څخه د شګو ایستلو پر ضد ګامونه پورته کړي دي.
د انتظامیې په وینا، ایډیشنل اسسټنټ کمشنر خار ون محمد نثار خان او نائب تحصیلدار اتمان خېل انور حسین سیمې ته ورغلي او د هغو کسانو پر ضد یې کارروایي کړې چې له قانوني اجازې پرته یې شګې ایستلې.
چارواکي وايي، د کارروایۍ پر مهال یې له شګو ډک ټرکونه په هماغه ځای کې خالي کړي او د ټرکونو د مالکانو معلومات یې د نورو قانوني اقداماتو لپاره ثبت کړي دي.
د انتظامیې په وینا، په سیمه کې پنځه کرش پلانټونه هم سیل شوي او اړوندو کسانو ته ویل شوي چې د نورو قانوني کارروایانو لپاره دې د انتظامیې دفتر ته حاضر شي.
ضلعي انتظامیه وايي، د غیرقانوني کان کیندنې، د شګو د ناقانونه ایستلو او د قدرتي وسایلو د بېځایه استعمال د مخنیوي لپاره به یې کارروایانې دوام ولري.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د سیل شوو کرش پلانټونو مالکانو قانوني جوازونه لرل او که نه. د دغو مالکانو دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


حسبان الله باجوړې