کابل (شال نیوز) : کابل کې یو شمېر کسان ادعا کوي چې د سرای شهزاده د حاجي محمد رفیق په نوم یوې صرافۍ د لوېدیځو هېوادونو د ویزو برابرولو په نوم ترې زرګونه ډالر اخیستي، خو له میاشتو تېرېدو وروسته یې نه ویزې ترلاسه کړې او نه یې خپلې پیسې بېرته ورکړل شوې دي.
د دغو کسانو په وینا، د صرافۍ مسئولینو ورسره ژمنه کړې وه چې د لوېدیځو هېوادونو ویزې به ورته برابرې کړي، خو اوس یې دفتر تړلی او مسئولین یې هم په لاس نه ورځي.
زیانمن شوي کسان وايي، د ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې خپلې پیسې د حاجي محمد رفیق صرافۍ ته سپارلې وې او په بدل کې یې رسیدونه هم ترلاسه کړي وو. دوی ادعا کوي چې له څو میاشتو راهیسې د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو هڅې کوي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۶ داسې رسیدونه لیدل شوي چې د یادې صرافۍ له خوا د بهرنیو هېوادونو د ویزو د برابرولو په بدل کې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره ورکړل شوي دي.
د دغو رسیدونو له مخې، له هر غوښتونکي څخه د څلورو زرو او ۹۳ زرو ډالرو ترمنځ پیسې اخیستل شوې دي. سرچینې وايي، په دغو ۱۶ رسیدونو کې د ثبت شوو پیسو مجموعي اندازه ۲۵۶ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي.
خو زیانمن شوي کسان ادعا کوي چې د دې صرافۍ له خوا د خلکو د نه ستنول شوو پیسو مجموعي اندازه شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالره ده. تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې صرافۍ په مجموع کې له څومره کسانو پیسې اخیستې او څومره پیسې یې لا هم نه دي ستنې کړې.
دا هم نه ده څرګنده چې د صرافۍ مسئولین چېرته دي او دفتر یې ولې تړل شوی دی. زیانمن شوي کسان د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي او وايي، اړوند چارواکي باید د دوی شکایتونه وڅېړي.
تر اوسه د حاجي محمد رفیق صرافۍ د مسئولینو دریځ نه دی ترلاسه شوی. دغه راز، په کابل کې اړوندو چارواکو هم د دغو ادعاوو په اړه کوم تایید شوی رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان یو شمېر وګړي د بهرنیو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو لپاره شخصي منځګړو او د ویزو برابرولو ادارو ته مراجعه کوي.
تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې یادې صرافۍ درغلي کړې ده. د پیسو د اخیستو، د ویزو د ژمنو او د پیسو د نه ستنولو په اړه ادعاوې د زیانمنو کسانو د څرګندونو او د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دي.


شال نیوز