میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې د نومبر له اوومې راهیسې روانو پوځي عملیاتو د سیمې پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی. د ځايي مشرانو په وینا، بازارونه او دوکانونه تړلي، په ځینو سړکونو تګ راتګ محدود شوی او خلک د خوراکي توکو، علاج او نورو ضروري اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده چې د عملیاتو د ختمېدو او د عادي ژوند د بېرته پیل کېدو په اړه ورته کره معلومات نه دي ورکړل شوي. پوځ وايي، دا عملیات د وسله والو د پټنځایونو د له منځه وړلو او د سیمې د امنیت لپاره کوي، خو ځايي مشران غوښتنه کوي چې د امنیتي اقداماتو ترڅنګ دې د عامو خلکو ژوند، کاروبار او اساسي اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي.

 

عملیات څنګه پیل شول؟

 

په میرعلي کې پوځي عملیات د نومبر په اوومه پیل شول. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ای اېس پي آر، د معلوماتو له مخې، د نومبر په اتمه امنیتي ځواکونو د میرعلي په جنوبي برخه کې د موزکي کلي په دوو جوماتونو کې د وسله والو په نوم یاد شوي پټنځایونه پاک کړل. پوځ ادعا کړې وه چې له دغو ځایونو یې تیار شوي بمونه، چاودېدونکي مواد، وسلې او ګولۍ ترلاسه کړې دي.

 

 

د نومبر په نهمه امنیتي سرچینو وویل چې د عملیاتو پر مهال یې شاوخوا ۷۰۰ کیلوګرامه په سیمه کې جوړ شوي چاودېدونکي مواد او یو الفاروق میزایل هم ترلاسه کړی دی. دا معلومات د پوځ او امنیتي سرچینو پر څرګندونو ولاړ دي او شال نیوز یې په خپلواکه توګه تصدیق نه دی کړی.

 

له عملیاتو سره سم په میرعلي او شاوخوا ځینو سیمو کې ګرځبندیز ولګېد او د بنو او میرانشاه پر سړک تګ راتګ هم محدود شو. د انتظامیې د اعلان له مخې، د بوبلي او میرعلي ترمنځ او له میرعلي څخه تر ایشا پورې په ټاکلو سیمو کې ګرځبندیز د عملیاتو تر بشپړېدو پورې نافذ دی. خو د شمالي وزیرستان په ټولو سیمو کې ګرځبندیز نه دی لګېدلی.

 

 

میرعلي له دې وړاندې هم د ناامنۍ او پوځي کارروایانو شاهد پاتې شوی دی. د سپتمبر په وروستیو کې هم په سیمه کې د یوې کارروایۍ خبر ورکړل شوی و او د اکتوبر په اوومه پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۳ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.

 

تړلي بازارونه او د خلکو ستونزې

 

د میرعلي ځايي مشران وايي، د عملیاتو له پیل راهیسې په بازارونو کې کاروبارونه بند دي او خلک په اسانۍ له سیمې بهر تګ راتګ نه شي کولی. د دوی په وینا، هغه کسان له زیاتو ستونزو سره مخ دي چې ناروغان لري او د علاج لپاره یې بنو، پېښور یا نورو ښارونو ته انتقالول غواړي.

 

ځايي خلک وايي، د تګ راتګ محدودیتونو د ناروغانو انتقال ستونزمن کړی او په ځینو سیمو کې د خوراکي توکو ترلاسه کول هم ګران شوي دي. د سیمې یو استازي ملک روح الله خان ویلي چې د ده په غوښتنه د شمالي وزیرستان پوځي مشر ځینو خلکو ته اجازه ورکړې چې د ضروري شیانو د اخیستو لپاره د میرانشاه او دته خېل بازارونو ته ولاړ شي.

 

 

 

د هغه په وینا، د میرانشاه او رزمک لارې هم د تګ راتګ لپاره کارېدلی شي، خو دا اسانتیا د میرعلي اوسېدونکو ته نه ده ورکړل شوې. هغه وايي، دغه رعایت د میرانشاه او دته خېل تحصیلونو خلکو ته ورکړل شوی دی.

 

په میرعلي کې د کاروبارونو بندېدو یوازې ځايي دوکانداران نه دي اغېزمن کړي. د بنو، لکي مروت او کرک ضلعو ګڼ کسان هم په میرعلي کې دوکانونه او کاروبارونه لري. ځايي سرچینې وايي، د دغو کسانو کاروبارونه هم بند شوي او یو شمېر یې خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلی.

 

دوی نه یوازې د روزګار له بندېدو سره مخ دي، بلکې له خپلو کورنیو لرې د عملیاتو د ختمېدو انتظار هم کوي.

په جوماتونو او مدرسو کې د چاودنو راپورونه د عملیاتو پر مهال په بېلابېلو کلیو کې د جوماتونو او مدرسو د نړولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. ځايي سرچینې ادعا کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۵ او ۲۰ ترمنځ جوماتونه او مدرسې په چاودېدونکو موادو نړول شوي دي.

 

امنیتي سرچینې وايي، دغه ځایونه وسله والو د پټنځایونو په توګه کارول. خو شال نیوز نه د نړول شوو جوماتونو او مدرسو شمېر او نه هم د دغو ځایونو د کارولو په اړه د امنیتي سرچینو ادعاوې په خپلواکه توګه تصدیق کړې دي. د حیدر خېل یوه ځايي مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، شال نیوز ته وویل چې امنیتي ځواکونو په ایپي کلي کې پنځه جوماتونه او مدرسې نړولي دي.

 

 

د هغه په وینا، په ایپي کې د امنیتي ځواکونو پر ضد ډزې نه وې شوې. دغه مشر وویل، له ایپي وروسته امنیتي ځواکونه حیدر خېل ته ورغلل او هلته یې د قیمت خېل په سیمه کې عملیات وکړل.

 

د هغه په وینا، حیدر خېل درې څانګې لري چې نصر خېل، علي خېل او قیمت خېل نومېږي. نوموړی وايي، په قیمت خېل او ورپسې په نصر خېل کې هم د ډزو تبادله نه وه شوې. خو د هغه په خبره، کله چې امنیتي ځواکونه علي خېل ته ورسېدل، هلته جګړه وشوه.

 

علي خېل کې جګړه او د کورنیو بې ځایه کېدل

 

د حیدر خېل ځايي مشر وايي، په علي خېل کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره سخته جګړه وشوه چې دواړو خواوو پکې درنې وسلې وکارولې. د هغه په وینا، جګړې د سیمې عام خلک هم سخت اغېزمن کړل. دغه مشر وویل چې د جګړې پر مهال د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري او وسله وال د ډزو ښکار شوي دي.

 

 

 

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې د یوې ښځې د لګېدو خبر هم ورکړل شوی، خو دا لا نه ده معلومه چې هغه ژوندۍ ده او که مړه شوې ده. هغه څرګنده کړه چې دا پېښه یې په خپلو سترګو نه ده لیدلې او معلومات یې د سیمې له نورو خلکو ترلاسه کړي دي. د نوموړي په وینا، په علي خېل کې شاوخوا ۱۴۰ کورنۍ اوسېږي چې د توچي سیند دواړو غاړو ته پرتې دي.

 

هغه وايي، د جګړې له امله یو شمېر کورنۍ خپل کورونه پرېښودو او نورو کلیو ته په تلو مجبوره شوې دي. دغه مشر ادعا وکړه چې جګړه نږدې ټوله ورځ روانه وه او د ۱۰ څخه تر ۱۲ پورې وسله وال پکې وژل شوي دي. هغه د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل، خو کره شمېر یې نه درلود. شال نیوز د دغو ادعاوو خپلواکه تصدیق نه دی کړی. د دې پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو او وسله والو جلا څرګندونې هم نه وې ترلاسه شوې.

 

میرعلي چوک کې د نښتې ادعا

 

د میرعلي یوه بل ځايي مشر شال نیوز ته ویلي چې د میرعلي په چوک کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده. د هغه د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې درې وسله وال او یو پوځي سرتېری وژل شوي دي. هغه وايي، په نښته کې درنې وسلې کارول شوې او د عملیاتو پر مهال ډرونونه او ټانکونه هم لیدل شوي دي.

 

خو د دغې نښتې او پکې د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه خپلواک تصدیق نه دی شوی. له دغه مشر څخه چې د وژل شوو وسله والو د مړو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې تر اوسه نه ده معلومه چې مړي چېرته وړل شوي، جنازې یې شوې دي او که نه، او چېرته ښخ شوي دي.

 

هغه زیاته کړه چې د تګ راتګ د محدودیتونو له امله خلک د پېښو په اړه پوره معلومات نه لري. دغه مشر وویل چې اوس حالات تر یوه حده د ښه کېدو پر لور روان ښکاري، خو خلک اندېښنه لري چې عملیات به نور هم اوږده شي. د هغه په وینا، د انتظامیې له لوري ترلاسه کېدونکي معلومات داسې اندېښنې پیدا کوي چې ښايي عملیات تر یوې میاشتې وغځېږي.

 

 

 

نوموړي وویل: «که دا حالات یوه میاشت نور هم روان وي، نو خلک به ښايي په جګړه کې مړه نه شي، خو له لوږې به مړه شي.» دا د ځايي مشر اندېښنه ده او انتظامیې تر اوسه د عملیاتو د یوې میاشتې لپاره د دوام رسمي اعلان نه دی کړی.

 

پوځ د ۱۶ وسله والو د وژلو خبر ورکړی

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ای اېس پي آر، د نومبر په ۱۴مه په یوه تازه بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرعلي، دته خېل او شاوخوا سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي دي. د پوځ په وینا، د تېرو ۱۲ ساعتونو پر مهال په سختو نښتو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

 

د بیان له مخې، په علي خېل کې ۱۲ او په میرعلي او دته خېل کې دوه دوه وسله وال وژل شوي دي. پوځ ویلي چې په وژل شوو کسانو کې دوه افغان وګړي هم شامل دي. ای اېس پي آر زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې د صوابۍ اوسېدونکی حوالدار عصمت علي او د مردان اوسېدونکی نایک افتاب علي هم وژل شوي دي.

 

پوځ وايي، د پاتې وسله والو د موندلو او د سیمې د پاکولو لپاره به عملیات دوام لري. د پوځ له خوا ورکړل شوي دا شمېرې شال نیوز په خپلواکه توګه نه دي تصدیق کړي. په دغه بیان کې د میرعلي د بازارونو د بېرته پرانیستو، د خلکو د تګ راتګ، د ناروغانو د انتقال او د عملیاتو د ختمېدو په اړه کومه ټاکلې نېټه نه ده ورکړل شوې.

 

د موبایل او انټرنېټ بندېدو د کورنیو اندېښنې زیاتې کړې

 

په شمالي وزیرستان کې د موبایل شبکو او انټرنېټ بندېدو د سیمې د اوسېدونکو ترڅنګ هغه کسان هم اندېښمن کړي چې د پاکستان په نورو ښارونو او بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي. د میرعلي اوسېدونکي وايي، له څو ورځو راهیسې یې له خپلو خپلوانو سره اړیکې پرې شوې دي او نه پوهېږي چې د کورنیو غړي یې په څه حال کې دي.

 

 

 

د شمالي وزیرستان ګڼ خلک په سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، بحرین او نورو هېوادونو کې مزدوري او کاروبارونه کوي. د دغو کسانو د کورنیو د ژوند لګښتونه تر ډېره د هغوی په رالېږلو پیسو پوره کېږي. خو اوس د اړیکو بندېدو دوی له خپلو کورنیو بې خبره کړي دي.

 

ځینې بهر مېشتي کسان وايي، څو ورځې کېږي چې نه یې له کوره ټیلیفون راغلی، نه په واټس اېپ پیغام ترلاسه کوي او نه هم د خپلوانو د روغتیا او امنیت په اړه معلومات لري. دوی وايي، په سیمه کې د جګړې او عملیاتو د خبرونو له خپرېدو سره یې اندېښنې لا زیاتېږي، ځکه د خپلو کورنیو د حال معلومولو کومه اسانه لار نه لري.

 

د اړیکو بندېدو د هغو کسانو ستونزې هم زیاتې کړې دي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مزدوري کوي. د شمالي وزیرستان ګڼ اوسېدونکي په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، فیصل اباد او نورو ښارونو کې په کارونو بوخت دي. ځینې یې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره وزیرستان ته د ستنېدو هڅه کوي، خو د لارو د بندېدو او ګرځبندیز له امله خپلو کورونو ته نه شي رسېدلی.

 

په دغو کسانو کې هغه خلک هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو په رخصتۍ پاکستان ته راغلي وو. ځايي سرچینې وايي، یو شمېر دغه کسان په بنو او پېښور کې بند پاتې دي او نه خپلو کورونو ته تللی شي او نه هم په اسانۍ بېرته بهر ته ستنېدلی شي.

 

د ویزو، پروازونو او روزګار د ضایع کېدو وېره

 

په میرعلي او شاوخوا سیمو کې هغه کسان هم له ستونزو سره مخ دي چې بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د تلو تیاری یې کړی و. ځینې خلک اندېښنه لري چې که د تګ راتګ بندیزونه دوام وکړي، نو د دوی د ویزو موده به ختمه شي، پروازونه به ترې پاتې شي او ښايي په بهرنیو هېوادونو کې د کار فرصتونه له لاسه ورکړي.

 

 

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د عملیاتو د پای په اړه د کره معلوماتو نشتوالي د دوی لپاره د راتلونکو ورځو پلان جوړول هم ستونزمن کړي دي. دوی غوښتنه کوي چې انتظامیه دې لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره د تګ راتګ ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي چې ناروغان لري، امتحانونو ته ځي یا یې د بهرنیو هېوادونو پروازونه ټاکل شوي دي.

 

د زده کوونکو امتحانونه هم اغېزمن شوي

 

د پوځي عملیاتو او امنیتي محدودیتونو له امله د شمالي وزیرستان د زده کوونکو تعلیمي چارې هم اغېزمنې شوې دي. د بنو تعلیمي بورډ د ډپټي کمشنر په لارښوونه په شمالي وزیرستان کې د لسم ټولګي د دویم کلني امتحان پاتې پرچې تر بل اعلان پورې ځنډولې دي. دا امتحانونه له دې وړاندې هم یو ځل ځنډول شوي وو.

 

د بورډ د اعلان له مخې، د رزمک کېډټ کالج او بکه خېل په امتحاني مرکزونو کې امتحانونه له دې پرېکړې مستثنا دي. د شمالي وزیرستان زده کوونکي وايي، د امتحانونو ځنډېدو او د اړیکو بندېدو یې زده کړې اغېزمنې کړې دي.

 

په پېښور، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او کوټه کې زده کړې کوونکي د وزیرستان یو شمېر محصلین هم وايي چې له خپلو کورنیو سره د اړیکو نشتوالي یې اندېښنې زیاتې کړې دي. د دوی په وینا، کله چې د کورنۍ د غړو په اړه معلومات نه وي، نو په زده کړو او امتحانونو تمرکز کول هم ګران وي.

 

پېښور کې د وزیرستان د زده کوونکو احتجاجونه

 

د شمالي وزیرستان د وضعیت پر ضد په پېښور کې زده کوونکو او سیاسي فعالانو احتجاجونه هم کړي دي. د نومبر په ۱۲مه د پېښور پوهنتون د وزیرستان سټوډنټس سوسایټۍ غړو د عملیاتو، ګرځبندیز او د موبایل او انټرنېټ د بندېدو پر ضد احتجاج وکړ. د پېښور پریس کلب مخې ته هم د شمالي وزیرستان د حالاتو په اړه احتجاج شوی دی.

 

 

 

په دغو احتجاجونو کې ګډونوالو د موبایل شبکو او انټرنېټ د بېرته فعالولو، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د جګړې د ختمېدو غوښتنې وکړې. احتجاج کوونکو وویل چې دوی جګړه او تصادم نه غواړي، بلکې غواړي د سیمې خلک له خپلو کورنیو سره اړیکې ولري او عادي ژوند ته ستانه شي.

 

دوی وویل، د اړیکو د بندېدو له امله په خلکو کې اوازې خپرېږي او هره نوې اوازه د هغو کورنیو اندېښنې زیاتوي چې خپلوان یې په میرعلي کې دي. د احتجاج کوونکو په وینا، که موبایل او انټرنېټ بېرته فعال شي، نو خلک به لږ تر لږه د خپلو خپلوانو د روغتیا او امنیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

 

دوی له انتظامیې او اړوندو چارواکو وغوښتل چې د امنیتي اړتیاوو ترڅنګ دې د عامو خلکو د اړیکو، تعلیم، علاج او روزګار ستونزې هم په پام کې ونیسي.

 

د خوراکي توکو د کمښت اندېښنې

 

په میرعلي کې د بازارونو بندېدو او د تګ راتګ محدودیتونو د خوراکي توکو د کمښت په اړه هم اندېښنې پیدا کړې دي. ځايي مشران وايي، که عملیات نور هم اوږده شي، نو هغه کورنۍ به له سختو ستونزو سره مخ شي چې د ورځني مزدورۍ او وړو کاروبارونو له لارې خپل ژوند چلوي.

 

د دوی په وینا، په سیمه کې ګڼ خلک داسې دي چې د څو اوونیو لپاره د خوراکي توکو د ساتلو وس نه لري. ځايي مشرانو له انتظامیې غوښتي چې د خوراکي توکو، درملو او نورو ضروري شیانو د رسولو لپاره دې ځانګړي انتظامات وکړي. دوی وايي، امنیتي عملیات که هر څومره ضروري وي، خو عام خلک باید د خوراک، علاج او نورو اساسي اړتیاوو له ترلاسه کولو محروم نه شي.

 

عملیات به کله ختمېږي؟

 

په میرعلي کې د عملیاتو له پیل یوه اوونۍ وروسته هم دا نه ده معلومه چې امنیتي کارروایانې به کله بشپړې شي او خلک به کله عادي ژوند ته ستانه شي. انتظامیې د ګرځبندیز ختمېدل د عملیاتو له بشپړېدو سره تړلي، خو تر اوسه یې کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.

 

 

 

ځايي مشران وايي، د خلکو تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې د امنیتي وضعیت په اړه ورته کره معلومات ورکړل شي او د ورځني ژوند لپاره ضروري اسانتیاوې برابرې شي. د پاکستان پوځ وايي، په سیمه کې به د وسله والو پر ضد کارروایانې تر هغه دوام وکړي چې پاتې وسله وال وموندل شي او سیمه پاکه شي.

 

خو د عملیاتو د دوام ترڅنګ لا هم دا پوښتنې بې ځوابه دي چې تړلي بازارونه به کله پرانیستل کېږي، د ناروغانو د انتقال لپاره به څه انتظامات کېږي، د موبایل او انټرنېټ خدمات به کله بېرته فعالېږي او هغه کورنۍ به کله له خپلو خپلوانو سره اړیکې نیولی شي چې له څو ورځو راهیسې ترې بې خبره دي.

 

د میرعلي د خلکو لپاره اوس یوازې د عملیاتو پای ته رسېدل مهم نه دي، بلکې دا هم مهمه ده چې د دوی کورونه، کاروبارونه، تعلیم او ورځنی ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځي.