مومند (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د مومندو ضلعې د حلیمزو تحصیل د دوربخېلو کلي مشرانو د لنډۍ جوړه په سیمه کې د سرکار له خوا د ځمکې د اخیستو مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې چې د دوی د پلرونو او نیکونو ځمکې او د استوګنې کورونه دې خوندي وساتل شي.
د سیمې مشرانو په دې اړه د مومندو د علاقايي استازو او پرمختیايي کونسل له غړو سره جرګه کړې او د ځمکې د اخیستو د روانې پروسې په اړه یې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي. په جرګه کې حاجي سمن، مولانا سردار، ملک مکمل شاه، حاجي مکرم، حاجي فراز، حاجي مثال او حاجي زیت الله ګډون کړی و.
دوی وویل چې یاده ځمکه د دوی پلرنۍ شخصي ملکیت دی او له کلونو راهیسې پکې استوګنه لري. د مشرانو په وینا، ضلعي انتظامیه هڅه کوي چې دا ځمکه په زور ترلاسه کړي، خو دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی شخصي ملکیتونه په زور قبضه کړي.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، د پولیس لاینز، جېل او ضلعي عدالتي کمپلېکس د جوړولو لپاره د ځمکې د اخیستو پروسه د لینډ ایکوزیشن ایکټ د څلورمې مادې لاندې پیل شوې ده. خو د عدالت یوه چارواکي ویلي چې د ځمکې د اخیستو دا معامله د یاد قانون نهمې مادې ته رسېدلې ده.
د مومندو د علاقايي استازو او پرمختیايي کونسل غړو ملک نادر منان کوډاخېل او ملک فیاض خان خویزو، او د ضلعي کونسل غړي حاجي طاهر اکبر خان مومند، د دوربخېلو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې دا مسئله به د کونسل په راتلونکې غونډه کې راپورته کړي.
دوی ویلي چې د سیمې له مشرانو، ضلعي انتظامیې او نورو اړوندو خواوو سره به خبرې وکړي، څو د ځمکې د ملکیت لانجه په سوله ییزه توګه هواره شي. د جرګې ګډونوالو ټینګار کړی چې د ځمکې د اخیستو په معامله کې باید د خلکو قانوني حقونه خوندي وساتل شي او هېڅ پرېکړه دې د زور او فشار له لارې نه کېږي.
دوی غوښتنه کړې چې انتظامیه دې د خلکو اندېښنې واوري او د خبرو او مشورو له لارې دې داسې حل راوباسي چې د سیمې د اوسېدونکو حقونه هم خوندي شي او امن هم خراب نه شي. تر اوسه د دوربخېلو د مشرانو د دې تور په اړه، چې ګواکې انتظامیه یې ځمکه په زور قبضه کوي، د ضلعي انتظامیې تفصیلي دریځ نه دی ترلاسه شوی.


فوزي خان مومند