نوي ډیلي (شال نیوز) : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هند د ۴۵م نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د دغه وزارت د مرستیال، مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ طالب پلاوي او په هند کې د دې ډلې سفیر، مفتي نوراحمد نور ګډون کړی دی.

 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، احمدالله زاهد د نندارتون د پرانیستې په څنډه کې د هند د سوداګرۍ له وزیر، پیوش ګویال سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان د تولیداتو پر معرفي کولو خبرې کړې دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان پلاوي په دغه نندارتون کې د افغان سوداګرو له ۶۸ غرفو لیدنه کړې چې په کې وچې مېوې، افغاني غالۍ او بانکي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال په وینا، د دغو غرفو له مسوولانو او استازو سره د لیدنې پر مهال د هغوی د فعالیتونو او تولیداتو ستاینه شوې او د افغان سوداګرو هڅې یې ارزښتمنې بللې دي.

 

په ورته مهال، افغان سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او په هند کې د افغانستان له سفارت څخه د دې نندارتون په برخه کې د همغږۍ او اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې او د افغان تولیداتو په نړیواله کچه د معرفي کولو لپاره یې د دغو ادارو رول مهم بللی دی.