کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع پخوانی سرپرست وزیر او د ننګرهار پخوانی والي، شاه محمود میاخېل طالبان ترهګر نه بولي او نه یې پخوا بللي دي. هغه له یوې سیمه یبزې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې امریکا هم طالبان ترهګر نه بولي.

 

میاخېل وویل: “داسې غیرمسوولانه ادبیات لکه ترهګر یا د طالبانو له لوري د  تښتېدلي او نور توهین امېزه ادبیات د سولې پر ځای جګړې ته زمینه برابروي.”

 

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو اونۍ مخکې په یوه خپور کړي بیان کې طالبان ځانګړې نړیواله ترهګره ډله بللې وه. دې وزارت د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونو ته د هغوی له لوري د پېښو ګواښونو په وړاندې د ځان د دفاع حق پخپله سلیقه تائیدوي.

 

ورته مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ګڼ شمېر نړیوالو راپورونو په وار وار اندیښنه ښودلې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځینې ترهګریزې ډلې لکه القاعده او نورې سيمه ییزې وسله والې ډلې پناه ځایونه لري.

 

دغه راز، نړیواله ټولنه، په ځانګړي توګه لوېدیځ هېوادونه او ملګري ملتونه، پر طالبانو غږ کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو او کار حقونو ته درناوی وکړي، او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او خبرداری ورکوي تر هغې چې طالبان دا شرطونه نه وي پوره کړي، د دوی حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي.

 

خو د طالبانو حکومت تل وايي چې د چا پر ضد به د افغانستان خاوره ونه کارول شي او له نړۍ سره متقابل احترام او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي.