غزني (شال نیوز) : د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو شخصي پیسو او له افغان کډوالو سره په ګډه د یوه ښوونځي د جوړولو چارې بشپړې کړې دي. د دغه ښوونځي پر جوړولو څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د درې زره زده‌کوونکو د زده‌کړې ظرفیت لري.

 

د دغه ښوونځي د جوړولو پروژه په درېیو کلونو کې بشپړه شوې او د پرانیستې په مراسمو کې یې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ګډون کړی و. یاد ښوونځی درې پوړونه او ۱۷ درسي ټولګي لري. سربېره پر دې، پکې کتابتون، د کمپیوټر ځانګړې خونه، لابراتوار او د ښوونځي د ادارې او ښوونکو لپاره جلا خونې هم جوړې شوې دي.

 

تر دې وړاندې هم د غزني د جغتو، د بدخشان د راغستان، د کاپیسا د نجراب او د دایکنډي د اشترلي ولسوالیو او د هېواد د ځینو نورو سیمو اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو په مرسته ښوونځي او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

 

د خلکو له لوري د ښوونځیو د جوړولو دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د افغانستان ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم هڅه کوي د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي.

 

بل لور ته، طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو راګرځولې او د هغوی پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په ورته وخت کې، دغې ډلې د دیني مدرسو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

 

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۲۳زره دیني مدرسې ثبت شوې یا جوړې شوې دي.