کندهار (شال نیوز) : د طالبانو مشر قسم خوري چې د افغانستان د خلکو اولادونه د خپلو اولادونو په څېر ګڼي. په کندهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلوېزیون د یکشنبې په ورځ هبتالله آخند زاده ته منسوب یو غږیز فایل خپور کړی چې هغه په کې وايي: “په الله قسم د خلکو اولادونه د خپلو اولادونو غوندې ګڼم.”
څرګنده نه ده چې دا خبرې کله او چېرته ثبت شوي دي؟ هبتالله آخندزاده وايي، د دې ډلې پر ضد ډېر تبلیغات کېږي، خو له طالبانو غواړي چې د خلکو خبرو ته پام ونه کړي. د طالبانو مشر په دغه غږیز فایل کې زیاته کړې، طالبان له اسلامي اصولو نه تېریږي او هیڅ ډول معامله نه پرې کوي.
هبتالله ټینګار کوي چې ځینې وايي دا ډله خلکو ته بد نیت لري، خو دی ادعا کوي، افغانان طالبانو ته ارزښتمن او د هغوی د زړه ټوټې دي. نوموړی د طالبانو د حکومتولۍ، قوانینو او عامه ژوند په تړاو کلیدي پرېکړې د کندهار له مرکز څخه کوي.
لا تراوسه په عام محضر کې نه دی ښکاری شوی او نه یې له عامو افغانانو سره لیده کاته شوي دي.


شال نیوز