لندن (شال نیوز) : يوه پخواني برتانوي قوماندان نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه د بيبيسي راپورونو د دوی د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه ناسم انځور وړاندې کړی دی.
بریګېډیراېډ بټلر په یوه لیک کې ویلي چې د بيبيسي راپورونو د افغانستان د جګړې پر مهال د دوی د ځانګړو ځواکونو د ماموریتونو په اړه عامه ذهنیت اغېزمن کړی دی. د بټلر په وینا، دا راپورونه، په دغو ماموریتونو کې د بشري سرغړونو د ادعاوو په اړه د حقوقي څېړنو له بشپړېدو وړاندې خپاره شوي دي.
د ۲۰۲۲م کال د بيبيسي نړیوالې رسنۍ د پانوراما خپرونې له څېړنیز راپور وروسته په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د قاضي لارډ جسټس هېډن کېو په مشرۍ یوه خپلواکه پلټنه پیل شوه.
په دې ادعاوو کې ویل شوي چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ځینو غړو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې له ۸۰ څخه ډېر بېوسلې افغانان وژلي او وروسته یې د شواهدو د پټولو هڅه کړې ده.
بټلر زیاتوي، د جګړې په ډګر کې هر سرتېری دا اندېښنه لري چې ښايي کلونه وروسته د خپلو عملیاتو له امله تر قانوني څار لاندې راشي. نوموړي ویلي: “کله چې ماشه کشوې، دا پوښتنه درسره وي چې ایا شل کاله وروسته به د همدې کار له امله محکمې ته غوښتل کېږم که نه؟”
د ټیلیګراف ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د اېساېاېس ځینې اوسني او پخواني غړي باور لري چې د بيبيسي راپورونو تر بشپړو حقوقي څېړنو مخکې د ځانګړو ځواکونو پر ضد منفي فضا رامنځته کړې ده.
هغه همداراز ادعا کړې چې بيبيسي په خپلو راپورونو کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ځینې ویډیوګانې کارولې، چې ښايي لیدونکو ته یې دا تصور ورکړی وي چې دا صحنې د برتانوي ځواکونو دي. خو بيبيسي ویلي چې د پانوراما راپورونه د عامه ګټو لپاره چمتو شوي او دغه رسنۍ د خپل کار ننګه کوي.


شال نیوز