لکي مروت (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان ټپیان شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ لکي مروت د معلوماتو له مخې، پېښه د مټې هوټل او ګل باز دوکان ته څېرمه هغه مهال شوې، چې یوه ډاټسن موټر چپه شو.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او ټپیانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې برابرې کړې دي. د یادې ادارې په وینا، ټپیان بلال، سفیان خان او امین الله دي، چې د مټوره شریف او شهبازخېلو اوسېدونکي بلل شوي دي.

 

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان تر لومړنیو مرستو وروسته د لا درملنې لپاره د تاجه زۍ ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي. ریسکیو ۱۱۲۲ د پېښې د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.