کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ هغه قرارداد په یوه رایه رد کړ، چې په دغه صوبه کې د سردارۍ نظام د ختمولو لپاره د ۱۹۷۶م کال د قانون د اغېزمن او له توپیره پرته د عملي کولو غوښتنه پکې شوې وه.

 

قرارداد ته شپږو غړو مخالفت او پینځو یې ملاتړ وکړ. د اسمبلۍ د غونډې پر مهال، چې مرستیالې سپیکرې غزاله ګولا یې مشري کوله، یوازې ۱۱ غړي حاضر وو او د رایو له شمېرلو وروسته قرارداد رد اعلان شو.

 

دا قرارداد د جماعت اسلامي غړي مولانا هدایت الرحمان بلوچ وړاندې کړی وو. نوموړي وویل، په ۱۹۷۶م کال کې د سردارۍ نظام د ختمولو قانون د دې لپاره جوړ شوی وو، چې خلک د قبایلي واکمنۍ او زور زیاتي څخه خلاص شي.

 

د هغه په وینا، له دې قانون سره سره لا هم د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلک د سردارانو او قبایلي نفوذ له امله له ګواښونو، فشارونو، جبري پرېکړو او ټولنیز او اقتصادي استحصال سره مخ دي.

 

مولانا هدایت الرحمان بلوچ وویل، دوی د قبایلي نظام مخالف نه دي، ځکه دا د دوی د پېژندګلوۍ برخه ده، بلکې د هغه په خبره، د انګرېزانو د چارواکي سنډیمن له خوا د رامنځته شوي سردارۍ نظام مخالفت کوي.

 

نوموړي د اسماء جټک پېښې ته په اشارې وویل، سره له دې چې په بلوچستان کې ۱۴۰ سرداران شته، خو هېڅ یوه یې هم د اسماء جټک د پلار ژغورلو لپاره اقدام ونه کړ. هغه زیاته کړه، د بلوچستان ځوانان د سردارۍ نظام نه مني او د سردار او نواب د لقبونو د استعمال د بندولو غوښتنه یې وکړه.

 

خو د صوبايي حکومت وزیر میر ظهور بلیډي وویل، دوی د نوابانو او سردارانو د شخصیتونو مخالف نه دي، خو د ځینو پېښو له امله د خلکو د بشري حقونو د سرغړونو مخالفت کوي.

 

د اسمبلۍ د اپوزیشن مشر میر یونس عزیز زهري وویل، دوی د ظالمو نوابانو او سردارانو مخالف دي، خو هېڅوک باید ځان له اساسي قانون او محکمو پورته ونه ګڼي.

 

نوموړي د اسماء جټک په قضیه کې د جمعیت علمای اسلام د غړو قربانۍ هم یادې کړې او ویې ویل، په دې لړ کې وډېره غلام سرور موسیاني، د هغه وراره کامران جټک او ملا امان الله وژل شوي وو.

 

د مسلم لیګ (ن) غړي زرک مندوخېل د قرارداد مخالفت وکړ او ویې ویل، سرداري نظام څو پېړۍ پخوانی دی او په بشپړه توګه یې ختمول اسانه نه دي. نوموړي زیاته کړه، ځینې سرداران او نوابان ځوانانو ته په پاکستان او بهر کې د لوړو زده کړو لپاره مالي مرستې هم برابروي.

 

بلخوا د پیپلز ګوند غړي صمد ګورګېج د قرارداد ملاتړ وکړ، خو د جمعیت علمای اسلام غړي ډاکټر نواز کبزۍ وویل، سردار د خپلې قبیلې مشر وي او پوښتنه یې وکړه چې کوم سردار په خپله سیمه کې د ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو پرمختیایي اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی دی؟

 

له بحث وروسته مرستیالې سپیکرې قرارداد رایې اچونې ته وړاندې کړ، خو د اکثریت رایو نه ترلاسه کولو له امله یې د رد کېدو اعلان وکړ.