کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اسمبلۍ دوو لږکیو غړو د هندوانو د یوې نجلۍ، بندیا کماري، د نه موندل کېدو پر ضد احتجاج کړی دی. د پاکستان مسلم لیګ (ن) غړي ډاکټر اشوک کمار او د پیپلز ګوند غړي سنجې کمار وايي، بندیا کماري ۲۷ ورځې وړاندې د بلوچستان له سیبي سیمې تښتول شوې او وروسته سیند صوبې ته لېږدول شوې ده.

 

دواړو غړو تر دې وړاندې هم په اسمبلۍ کې د نوموړې د تښتول کېدو موضوع راپورته کړې وه. هغوی محکمې ته هم ویلي وو چې دغه نجلۍ په زور اسلام منلو او واده کولو ته اړ شوې ده.

 

د اسمبلۍ د غونډې پر مهال دواړو وکیلانو د بندیا کماري د نه موندل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د هغې د ژر تر ژره بېرته موندلو غوښتنه یې وکړه.

 

هغوی د احتجاج په توګه د اسمبلۍ د مشر د څوکۍ مخې ته پر ځمکه کېناستل او شعارونه یې ورکول، خو د نورو غړو تر منځګړیتوب وروسته یې احتجاج پای ته ورساوه او خپلو څوکیو ته ستانه شول.

 

د بلوچستان صوبې لوړپوړي وزیر ظهور بلیډي اسمبلۍ ته ډاډ ورکړ چې د دې موضوع په اړه به د صوبې له اعلی وزیر سره خبرې وکړي، ځکه چې قضیه له بلې صوبې سره تړاو لري.

 

نوموړي وویل، هڅه به وکړي چې بندیا کماري ژر وموندل شي او په خوندي ډول بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي. د بلوچستان نېشنل ګوند غړي اسد بلوچ هم د لږکیو د یوې نجلۍ د تښتول کېدو په راپورونو اندېښنه څرګنده کړه او پېښه یې د خواشینۍ وړ وبلله.

 

نوموړي د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل، سره له دې چې د امنیت لپاره ۱۲۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارې لګول شوې دي، خو لا هم په صوبه کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.