کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ ادارې او د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ په دغه صوبه کې د پانګونې، سوداګرۍ او صنعتي پرمختګ د ودې لپاره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

 

دغه هوکړه لیک د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ ادارې اجرائیوي مشر عبدالمنان او د کوټې د سوداګرۍ خونې مشر مرستیال مرزا خان خېلجي لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د یادې ادارې مرستیال مشر بلال خان کاکړ او د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر جنګیان دشتي هم ګډون درلود.

 

مرزا خان خېلجي په دې مناسبت وویل چې بلوچستان د پانګونې، سوداګرۍ او صنعتي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه لري، خو د دغو فرصتونو د ګټې اخیستو لپاره پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول او د صنعتي بنسټونو پیاوړتیا اړینه ده.

 

نوموړي وویل، د دواړو ادارو ترمنځ دا هوکړه به په بلوچستان کې د پانګونې د هڅونې ترڅنګ د بلوچستان د پانګونې او سوداګرۍ نندارتون په بریالي ترسره کېدو کې هم مهم رول ولوبوي. ټاکل شوې چې دغه دوه ورځنی نندارتون د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د کوټې په بي یو ای ټي اېم اېس پوهنتون کې جوړ شي.