اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د یکشنبې په ورځ د جمیعت علما اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره ټیلیفوني خبرې کړې او د نوموړي او د هغه د ګوند پر ضد یې د حکومت کړنې غندلې دي.

 

د پیپلز ګوند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د پاکستان پر روان سیاسي وضعیت خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، بلاول بوټو زرداري د جمیعت علما اسلام پر وړاندې د حکومت کړنې او هغه څه چې سیاسي انتقام یې بللي، غندلي دي.

 

نوموړي ویلي، حکومت باید د اپوزېسیون پر نیوکو زغم ولري، ځکه په یوه ډیموکراټیک او پارلماني نظام کې اپوزېسیون مهم رول لري. هغه زیاته کړې، چې حکومت باید له هغو کړنو ډډه وکړي چې د ډیموکراسۍ او پارلمان د کمزوري کېدو لامل کېږي.

 

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې له تېرو شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د مولانا فضل الرحمان او د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان د فدرالي حکومت ترمنځ سیاسي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

 

د یکشنبې په ورځ د جمیعت علما اسلام پلویانو هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د خپل ګوند او مشر پر ضد د تبلیغاتو په غبرګون کې لاریونونه کړي دي.

 

بلاول بوټو زرداري په دې وروستیو کې په پاکستان کې د سیاسي یووالي غوښتنه کړې او له لومړي وزیره یې غوښتي، چې د حکومت د متحدو ګوندونو او اپوزېسیون د باور ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

 

هغه د نومبر پر لسمه ویلي وو، چې سیاسي ګوندونه باید د شخړو پر ځای په ګډه کار وکړي. د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې مولانا فضل الرحمان پر مرکزي حکومت تور پورې کړ، چې ایالتونه له خپلو اساسي حقونو بې برخې کوي.

 

فضل الرحمان همداراز په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د لګولو پر پرېکړې نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې فدرالي حکومت له هغه سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې. نوموړي په دې موده کې د فدرالي او خیبر پښتونخوا حکومتونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.

 

بل لور ته، مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر نه همکارۍ تورن کړی او د ګورنر راج د لګولو لپاره یې همدا لامل یاد کړی دی.

 

د یادونې وړ ده، چې د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، پرته له دې چې د کوم ګوند نوم واخلي، ویلي وو، چې د یوه ګوند مشر په خیبر پښتونخوا کې په نوي جوړښت کې د رول نه ترلاسه کولو او د ګورنرۍ د څوکۍ نه ورکولو له امله سخت خپه دی.

 

ورپسې د دفاع وزیر خواجه اصف او د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري هم پر مولانا فضل الرحمان نیوکې کړې وې. فضل الرحمان وروسته څرګنده کړې وه، چې د ده نیوکې د حکومتي تګلارو پر ضد دي، نه د دولتي ادارو پر ضد.

 

د دواړو لورو ترمنځ لفظي شخړه پارلمان ته هم غځېدلې وه. مولانا فضل الرحمان په تهران کې د مکې تړون د هېوادونو او ایران په غونډه کې د خواجه اصف پر نه ګډون او د محسن نقوي پر ګډون پوښتنې راپورته کړې وې.

 

محسن نقوي په ځواب کې د خپلې ګډون د لاملونو له بیانولو وروسته پر جمیعت علما اسلام نیوکه کړې وه او تور یې پورې کړی و، چې ګوند په پرله‌پسې توګه له ټاکل شوو پولو اوړي او له دولتي سرچینو ګټه اخلي.

 

جمیعت علما اسلام د خپل مشر پر ضد روان تبلیغات بې‌بنسټه بللي او فدرالي حکومت یې د سیاسي اختلافاتو د شخصي انتقام په بڼه د بدلولو په هڅه تورن کړی دی.

 

د ګوند د مشر زوی اسد محمود ادعا کړې وه، چې د اسلام‌اباد په جي‌سکس سیمه کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي مخې ته د ساتونکو د خونې د لرې کولو لپاره د پلازمېنې پرمختیا ادارې (سي ډي اې) خبرداری هم د سیاسي غچ اخیستنې برخه ده.

 

دغه ادارې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د ساتونکو د خونې د لرې کولو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی و. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) اسد محمود، چې پخوانی د مخابراتو فدرالي وزیر هم پاتې شوی، د پاکستان پوسټ په اداره کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پر مهال د ۴۲۵۲ ګومارنو په تړاو د اداري بې‌نظمۍ د ادعاوو په اړه ورغوښتی و.

 

د راپور له مخې، اسد محمود د نېب دوه ځله غوښتنې ته حاضر شوی نه دی. جمیعت علما اسلام د نومبر پر شپږمه په سند او بلوچستان کې هم لاریونونه کړي وو او هغه څه یې غندلي وو، چې د خپل مشر پر ضد یې د شخصیت وژنې همغږی شوی کمپاین بولي.