پاریس (شال نیوز) : په فرانسه کې د مخ پر زیاتېدونکې ګرانۍ او د حکومت د تګلارو پر ضد لاریونونه پراخ شوي او د پلازمېنې پاریس په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې یې شدت اخیستی دی. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په یو شمېر ښارونو کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
راپورونه وايي، پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او د دغو لاریونونو پر مهال تر اوسه ۱۲۱ کسان نیول شوي دي. بلخوا، د فرانسې په لیون ښار کې د لاریونونو د خبري پوښښ پر مهال د یوه فرانسوي ټلوېزیوني چینل پر خبریاله ډله هم برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو خبریال ټپي شوی او د ټلوېزیون د خبریالانو د ډلې کېمره هم ماته شوې ده.


شال نیوز