واشنګټن (شال نیوز) : په امریکا کې د هوايي سفرونو بحران د شنبې په ورځ هم دوام درلود او د هوايي حریم له پرانیستل کېدو او د الوتنو له بیا پیل سره سره، هوايي شرکتونه ونه توانېدل چې خپل عادي مهال وېش بېرته بحال کړي.
د امریکا په ډالاس، هیوسټن، شیکاګو، اتلانټا او نیویارک ښارونو کې زرګونه مسافر په هوايي ډګرونو کې خپلو منزلونو ته د رسېدو په تمه پاتې وو. د الوتنو د څارنې وېبپاڼې «فلایټ اوېیر» د شمېرو له مخې، د شنبې په ورځ د امریکا دننه او له دغه هېواده بهر ټولې ۶ زره او ۲۲۸ الوتنې لغوه شوې او ۷ زره او ۵۴۲ نورې له ځنډ سره مخ شوې دي.
دا شمېرې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د مشر براین بېډفورډ له اټکل څخه هم لوړې دي. نوموړي د شنبې په ورځ د ټاکل شویو ۴۱ زره الوتنو له ډلې د ۴ زره تر ۵ زره الوتنو د لغوه کېدو وړاندوینه کړې وه.
په ټوله نړۍ کې هم د شنبې په ورځ ۶ زره او ۸۴۳ الوتنې لغوه شوې او نږدې ۱۹ زره او ۹۲۷ نورې له ځنډ سره مخ شوې دي، چې ډېره برخه یې له امریکايي الوتنو سره تړاو لري.
د لویو هوايي شرکتونو له ډلې «جېټ بلو» تر ټولو ډېر اغېزمن شوی، چې شاوخوا ۴۵ سلنه الوتنې یې لغوه کړې دي. د «امریکن ایرلاینز»، «یونایټډ ایرلاینز» او «ډېلټا ایرلاینز» هم د خپلو نږدې څلورمې برخې الوتنې لغوه کړې دي. هوايي شرکتونو اغېزمنو مسافرو ته ویلي چې کولای شي له اضافي فیس پرته د سفر لپاره بله نېټه وټاکي.
د هوايي ډګرونو له ډلې د شیکاګو اوهیر هوايي ډګر تر ټولو ډېر اغېزمن شوی، چې د ماسپښین تر دوو بجو پورې پکې له ۵۵۹ ډېرې الوتنې لغوه شوې وې. همداراز د شیکاګو په مېډوې هوايي ډګر کې ۶۸ الوتنې لغوه شوې دي.
د اتلانټا په هارټسفیلډ جېکسن هوايي ډګر کې، چې د ډېلټا هوايي شرکت لوی مرکز ګڼل کېږي، د غرمې تر دولسو نیمو بجو پورې ۴۷۹ الوتنې لغوه شوې وې. په ټېکساس ایالت کې د ډالاس فورټ ورت هوايي ډګر هم له سختو ستونزو سره مخ و. د سهار تر نهو بجو پورې پکې شاوخوا ۳۰۰ الوتنې لغوه شوې وې او ګڼو مسافرو شپه په هوايي ډګر کې تېره کړې وه.
د راپورونو له مخې، هغو مسافرو تر ټولو ډېرې ستونزې لرلې چې غوښتل یې له ډالاس څخه د نورو ښارونو پر لور خپلې نښلوونکې الوتنې وکړي. بلخوا د هیوسټن په جورج بوش نړیوال هوايي ډګر کې هم تر ماښامه له ۳۱۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې وې او د دغه ښار په هابي هوايي ډګر کې هم د الوتنو د لغوه کېدو او ځنډ لړۍ روانه وه.
د امریکا د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي حریم پرانیستی دی او الوتنې په خوندي ډول روانې دي، خو مسافر باید د نورو الوتنو د لغوه کېدو او ځنډ احتمال هم په پام کې ونیسي.
د چارواکو په وینا، هوايي شرکتونه له دې ستونزې سره مخ دي چې الوتکې او د الوتنو کارکوونکي بېرته خپلو ټاکل شویو هوايي ډګرونو ته ورسوي او د هغو مسافرو لپاره نوې بکینګونه برابر کړي چې الوتنې یې لغوه شوې دي. تمه ده چې هوايي شرکتونه د یکشنبې تر شپې پورې خپل بشپړ عادي مهالوېش بېرته بحال کړي.


شال نیوز