اسلام اباد (شال نیوز) : په اسلام اباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې ده، چې پکې به د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او سیمه‌ییزو اړیکو خبرې وشي.

 

د پاکستان په کوربه‌توب د دې غونډې په لومړۍ ورځ د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو سکرتران او ځانګړي استازي راټول شوي، څو د سبا ورځې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې اجنډا وروستۍ کړي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال موسیٰ کُلاک لِکایا هم اسلام اباد ته رسېدلی دی. نوموړی به په دې غونډه کې د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.

 

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به هم په ځانګړي ډول په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د سرچینو په خبره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

 

په غونډه کې به د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پر پراختیا، د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې پر همکاریو او له نړیوالو بازارونو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نښلولو پر لارو چارو خبرې وشي.

 

د سرچینو په وینا، تمه ده چې د غونډې ګډونوال بهرني د بهرنیو چارو وزیران به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري. ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر د دغو مېلمنو په درناوي د غرمې مېلمستیا هم جوړه کړي.

 

د اقتصادي همکاریو سازمان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییز اتصال د پراختیا په موخه فعالیت کوي.