واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د میامي نړیوال هوايي ډګر پر ځغاستلیکه د کوپا هوايي شرکت او د یو پي ایس کارګو شرکت دوه الوتکې سره ټکر شوې دي چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

 

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې په وینا، پېښه د شنبې په شپه هغه مهال شوې چې د کوپا هوايي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه د هوايي ډګر پر ځغاستلیکه د تګ په حال کې وه او د یو پي ایس شرکت له بوینګ ۷۶۷ کارګو الوتکې سره یې ټکر وکړ.

 

د میامي نړیوال هوايي ډګر د اړیکو مسوول ګریګ چن سي اېن اېن ته ویلي، پېښه د ځايي وخت له مخې د شپې شاوخوا ۹ بجې او ۱۵ دقیقې رامنځته شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي چې ټپونه یې ژور نه دي او د ژغورنې او اور وژنې ډلې د پېښې په ځای کې ورته لومړنۍ درملنه کړې ده. د پېښې له امله د یو پي ایس کارګو الوتکې مخکینۍ برخه زیانمنه شوې او په بدنه کې یې لوی درز هم لیدل کېږي.

 

د راپورونو له مخې، د کوپا هوايي شرکت الوتکه له پاناما ښار څخه میامي ته رسېدلې وه، خو د یو پي ایس کارګو الوتکه بیا د کولمبیا پلازمېنې بوګوټا ته د الوتنې لپاره چمتو کېده.

 

دا پېښه داسې مهال شوې چې د امریکا په کچه د جمعې په ورځ د الوتنو له لنډمهالې بندېدو وروسته هوايي ډګرونه هڅه کوي خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي.