اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان حکومت د هیواد د پلازمېنې اسلام آباد ته د ځانګړي اداري حیثیت ورکولو لپاره د پلان جوړولو چارې بشپړې کړې دي. د حکومتي سرچینو په وینا، د دې پلان له مخې به اسلام آباد په یوه ځانګړي یا بېلګهییز اداري واحد بدل شي او د ښار اداري مشري به د ښاروال (مېیر) پر غاړه وي.
د راپورونو لمخې، وړاندیز شوی چې د دغه اداري واحد د ټاکل شویو غړو شمېر به له ۲۵ تر ۳۰ پورې وي. په پلان کې د اسلام آباد د جغرافیایي حدودو پراخول هم شامل دي.
د حکومتي سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا د هریپور ضلعې د ځینو سیمو او د پنجاب د راولپنډۍ د ځینو برخو د اسلام آباد په حدودو کې د شاملولو وړاندیز تر غور لاندې دی.
همداراز، د مری ضلعې د قامي اسمبلۍ د ۵۱مې حلقې ځینې سیمې هم د پلازمېنې په حدودو کې د شاملولو وړاندیز شوی دی.
خو سرچینې وايي، په اسلام آباد کې د ګوادر او د نورو بندرونو د اداري جوړښت د شاملولو پلان پرېښودل شوی دی. د دې پلان د عملي کېدو، د سیمو د ورګډولو او د اداري جوړښت د بدلون په اړه تر اوسه د حکومت له خوا رسمي اعلان نه دی شوی.


شال نیوز