پېښور (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنيتي وضعیت د خرابېدو په پام کې نیولو سره پرېکړه کړې چې د دغه صوبې ګورنر ته به نور واکونه هم ورکړي.

 

 د راپورونو لمخې، وزیراعظم د بېړني حالت پر مهال د ګورنر د واکونو په اړه یو آرډیننس د منظوري لپاره ولسمشر ته لېږلی دی. د سرچینو په وینا، تمه ده چې ولسمشر به د وزیراعظم په سپارښتنه ژر دغه آرډیننس صادر کړي.

 

د حکومتي سرچینو په خبره، د وړاندیز شوي آرډیننس له مخې به ګورنر ته د بېړني حالت پر مهال پراخ واکونه ورکړل شي.سرچینې زیاتوي چې د همدې آرډیننس له امله د قامي اسمبلۍ غونډه هم له سره مهالوېش شوې ده، ځکه د قامي اسمبلۍ د غونډې له رابللو وروسته د آرډیننس صادرول ممکن نه وي.

 

د راپورونو له مخې، د دغه آرډیننس په پلي کېدو سره به ګورنر د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ځانګړو ضلعو په اړه هم نور واکونه ترلاسه کړي.