ریاض (شال نیوز) : د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ايتلاف وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې يې د حوثيانو يو ډرون او دوه بالېسټيک توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.

 

د ايتلاف د وياند ترکي المالکي په وينا، د حوثيانو له لوري د سعودي پلازمېنې رياض پر لور توغول شوي دوه بالېسټيک توغندي هم د سعودي عربستان هوايي دفاعي نظام په هوا کې له منځه وړي دي.

 

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې تر دې پېښې څو ساعته مخکې په رياض کې د احتمالي ګواښ خبرداری هم ورکړی و. د ايتلاف وياند زياته کړې چې په تېرو څو ساعتونو کې د سعودي عربستان په ختيځو او سوېلي سيمو کې يو شمېر نور ډرونونه هم شنډ شوي دي.

 

تر اوسه د دغو بريدونو له امله د مرګ ژوبلې او مالي زيان راپور نه دی ورکړل شوی. دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې د يمن د حوثيانو او سعودي عربستان ترمنځ کړکېچ يو ځل بيا زيات شوی دی.

 

په همدې حال کې، د ايران پر ضد د امريکا او اسراييلو روانو پوځي عملياتو په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی نور هم زيات کړی او د سيمې د شخړو د پراخېدو اندېښنې يې راپارولې دي.