په پاکستان کې د شکر ناروغانو شمېر له درې نیمو کروړو زیات شوی او ډاکټران یې د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. روغتیاپالان وايي، ناسالم خواړه، چاغوالی او د ورزش کموالی د دې ناروغۍ مهم لاملونه دي. ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې منظم ورزش وکړي، متوازن خواړه وخوري او د وینې د شکر معاینات ترسره کړي.
راپور: سجاول ارباب


راني عندلیب