د پېښور د قصه خوانۍ تاریخي بازار په زړه کې، د کباړي بازار په یوه کوچني دوکان کې ۵۶ کلن افغان کډوال صادق د تېر وخت غږونه ژوندي ساتي. صادق ۳۷ کاله وړاندې د افغانستان له کونړه پاکستان ته راغلی و. هغه اوس هم زاړه ټېپ ریکارډرونه، راډیوګانې، ګراموفونونه او وي اېچ اېس پلیرونه جوړوي. په داسې وخت کې چې سمارټ فونونو د زړو کیسټو او راډیوګانو ځای نیولی، صادق وايي، خلک لا هم خپلې پخوانۍ کیسټې او ویډیوګانې وروړي، ځکه له هغو سره یې د ژوند خوږې او ترخې خاطرې تړلې دي. د بازار ډېرو دوکاندارانو ورته ویلي چې د موبایلونو جوړولو کار پیل کړي، ځکه ګټه پکې زیاته ده، خو صادق نه غواړي د خلکو د ژوند پخواني غږونه او یادونه د کباړ برخه شي. د هغه لپاره دا یوازې زاړه ماشینونه نه دي، بلکې د هغو غږونو ساتنه ده چې وخت پرې تېر شوی، خو د خلکو له زړونو نه دي وتلي. د شال نیوز خبریال عامر داوړ د صادق د ژوند او کار کیسه رااخیستې ده. ستاسو په کور کې هم داسې پخوانۍ کیسټې، راډیو یا ټېپ ریکارډر شته چې د ژوند خوږې خاطرې مو ورسره تړلې وي؟


عامر داوړ