پاړا چنار کې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د ودې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې پرانیسته وشوه. د دغه مرکز پرانیسته پخواني وفاقي وزیر ساجد طوري وکړه. د ویمن چیمبر چارواکي هیله لري چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به ښځې د سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه ترلاسه کړي، خپل کاروبارونه به پراخ کړي او د هغوی د وړتیاوو د ودې لپاره به زمینه برابره شي، نور تفصیل د مصطفي خان په ويډیويي راپور کې وګورئ