واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د تويي خولې تحصیل د زرمیلن سیمې اوسېدونکي داود سلیمان خېل په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جګړو او د خلکو د کډه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه یې د جنګ بندۍ او خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
داود سلیمان خېل د نومبر په ۱۵مه پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د خپلې سیمې روان حالات یې ډېر ځوروي. د نوموړي په وینا، خلک د جګړو او ناامنۍ له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي او په سیمه کې د وېرې او بې باورۍ فضا خپره ده.
هغه پوښتنه کړې چې له دې جګړو عامو خلکو ته له جنازو، ژوبلو، ورانو کورونو او کډوالۍ پرته نور څه په لاس ورغلي دي؟ نوموړي له حکومت او تحریک طالبان پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د جګړې پر ځای د خبرو لار خپله کړي او د سیمې د ستونزو د هواري لپاره په ګډه هڅې وکړي.
داود سلیمان خېل ویلي چې امریکا هم له اوږدې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرې وکړې او د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان هم په بېلابېلو وختونو کې د خبرو له لارې د امن د ټینګښت ملاتړ کړی دی. هغه پوښتنه کړې چې که د ستونزو د هواري لپاره د خبرو لار شته، نو ولې ترې ګټه نه اخیستل کېږي؟
داود سلیمان خېل د سلیمان خېل قوم له سردار ملک، قومي مشرانو، ځوانانو او د نورو قبایلو له مشرانو هم غوښتنه کړې چې د حکومت او وسله والو ترمنځ د منځګړتوب لپاره رامخې ته شي.
نوموړي ویلي چې قومي مشران دې د یوه لوري د ملاتړ یا مخالفت پر ځای د خپلې سیمې او خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او دواړه لوري دې د خبرو مېز ته کښېنوي.
هغه زیاته کړې چې اوس د چوپ پاتې کېدو وخت نه دی، بلکې هر څوک باید د خپلې سیمې د امن او د راتلونکو نسلونو د خوندي ژوند لپاره خپل کردار ادا کړي.
داود سلیمان خېل په خپل پیغام کې له دواړو لورو غوښتنه کړې چې نورې میندې دې د خپلو بچو له غمه نه ژړوي، ماشومان دې نه یتیمانوي او کورنۍ دې د خپلو کورونو پرېښودو ته نه مجبوروي.
هغه ویلي: «موږ د هېچا ماتې نه غواړو، موږ په خپله سیمه کې د امن بریا غواړو.»
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د کوز سویلي وزیرستان د زرمیلن په سیمه کې د کواډ کاپټر ډرون له لارې د بمبارۍ او په دژه غونډۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي. خو په دغو پېښو کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
داود سلیمان خېل ټینګار کړی چې د سیمې د خلکو د ژوند او مال د خوندي کولو لپاره دې ژر تر ژره جنګ بندي وشي، خبرې دې پیل شي او د تلپاتې امن لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.


ظفر وزير