واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د تويي خولې تحصیل په زرمیلن سیمه کې د کواډ کاپټر ډرون له لارې د بمبارۍ او په دژه غونډۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو د تبادلې اطلاع ترلاسه شوې ده.
د سیمې څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په زرمیلن کې د کواډ کاپټر ډرون له لارې بمباري شوې، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې په پېښه کې چا ته ځاني یا مالي زیان رسېدلی دی. دا هم نه ده څرګنده شوې چې ډرون د چا له خوا استعمال شوی او د بمبارۍ هدف څوک وو.
بلخوا، د کوز سویلي وزیرستان په دژه غونډۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو د تبادلې راپورونه هم ترلاسه شوي دي. تر اوسه په دغو ډزو کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم دا څرګنده شوې چې نښته څومره وخت روانه وه.
د دواړو پېښو ترمنځ د تړاو په اړه هم معلومات نشته. په تويي خوله او زرمیلن کې تر دې وړاندې هم د ډرون او توپونو د مبینه بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.
شال نیوز د نومبر په ۱۳مه د ځايي سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې په دغو سیمو کې د نومبر په ۱۲مه د یوه پولیس اهلکار په ګډون دوه کسان وژل شوي وو. د هغو پېښو مرګ ژوبله هم په خپلواکه توګه نه وه تایید شوې.
د تازه راپور شوو دواړو پېښو د څرنګوالي، ممکنه مرګ ژوبلې او مسئولیت په اړه لا نور معلومات نه دي ترلاسه شوي. د شال نیوز له خوا د دغو تازه اطلاعاتو خپلواک تایید هم نه دی شوی.


ظفر وزير